ملګري ملتونه وايي، له اړو افغانانو سره یې د ژمنیو مرستو پلان چمتو کړی
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا په یوه رپوټ کې ویلي د دوی څېړنډلو هغه سیمې په ګوته کړي چې خلک په کې د نورو پرتله ډېر زیانمنوونکي دي او د ارزونو له مخې یې ۱۳۷ ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړي چې له اکتوبر نه تر ډسمبر میاشت پورې به په کې بشري مرستې پر خلکو ویشل شي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې په دې ولسوالیو کې کومې شاملې دي، خو یوازې دومره یادونه شوې چې هغه ولسوالۍ په کې شاملې دي چې په ژمي کې د واورو له امله ورته غځېدلې لارې بندېږي.
رپوټ زیاتوي چې دغه لومړیتوب د تېرو کلونو تجربو او په دغو ولسوالیو کې د شته خطرونو په پام کې نیولو سره ورکړل شوی دی. دغه راز ویل شوي چې له دې ولسوالیو وروسته ۲۶۴ نورې ولسوالۍ دي چې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا په کې د مینځنۍ کچې ده.
اوچا ویلي په پام کې لري چې د ژمي له رارسېدو مخکې اړو خلکو ته تودې جامې، کمبلې، خوراکي توکي، روغتیايي کڅوړې او نور ورسوي.
د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته په داسې حال کې اړ دي چې طبيعي پېښو لکه سیلابونو او وچکالۍ په څېر حالت هم ځپلي او ترڅنګ یې ښځې له کار کولو منع کړای شوي دي. ډېر ځله له بي بي سي په خبرو کې هم ګڼ شمېر افغانان له بې روزګارۍ، لوږې او ګڼو نورو ستونزو سرټکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي راتلونکې ژمي ته د تیاریو لپاره ۵۵۸ (پنځه سوه اته پنځوس) اعشاریه څلور میلیونو ډالرو ته په عاجله توګه اړتیا لري او دغه راز له ژمي مخکې د مرستو د ځای پرځای کولو او رسولو لپاره هم ۱۸۹ (نهه اتیا) اعشاره ۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
د اوچا په وینا په افغانستان کې ټول ۲۹ اعشاره دوه میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري خو دوی د خپل پلان له مخې غواړي چې ۲۱ اعشاریه درې میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسوي او د دې لپاره په ټوله کې ۳ اعشاریه ۲۳ ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
یاد بنسټ ویلي دمګړۍ د بشري مرستو د رسولو پلان د عملي کولو لپاره په بودجه کې د دوه اعشاریه ۴۳ ملیاردو ډالرو کمی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستود همغږي ادارې دغه راز ویلي چې د جولای تر میاشتې پورې له اړتیا سره سم مالي مرسته ورسره نه ده شوې، ځکه نو دوی د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي او ارزونې یې ښيي چې د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه به هم د مالي مرستو کچه کمه وي.
اوچا ویلي د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۹ اعشاریه شپږ میلیونو افغانانو سره بشري مرستې شوې خو میلیونونه نور افغانان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري، او د بودیجې د کمښت له امله دوی نه دي توانېدلي چې اتلسو میلیونو اړو افغانانو ته مرستې ورسوي او له درې اعشاریه څلور میلیونو وګړو سره یې نیمايي برخه مرستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي هم خبرداری ورکړی چې د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د کورنیو لپاره وار دمخه د خوراکي توکو اندازه کمه کړې او اته میلیونه کسان یې د خپلو مرستو له لیسته ایستي دي. چارواکي یې وايي په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه وګړي د شپې په لوږه ويده کېږي او که نړیواله ټولنه دوی مالي لاسنوي ونه کړي نو دوی به اړ شي چې د مرستو له لست نه لا ډېر نور کسان وباسي.






















