کابل ښار کې شته هدیرې مړو خښولو ته کافي نه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل ښاروالي وايي، په دغه ښار کې شته هدیرې د مړو خښولو ظرفیت نه لري او تر دې وروسته کابل ښاریان باید خپل مړي له ښاره بهر نوي ټاکل شوی ځای کې خښ کړي.
کابل ښاروالي وايي، په دغه ښار کې د مړو د خښولو لپاره کافي اندازه ځای نه شته نو له همدې امله دوی اړ شوي له کابل ښاره بهر یوه سیمه د عمومي هدیرې په توګه غوره کړي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي بي بي سي ته وویل، کابل ښاریان کولی شي، تر دې وروسته خپل مړي د کابل ښار په جنوب موسهي سیمه کې نوې ټاکل شوې عمومي هدیره کې خاورو ته وسپاري.
په کابل ښار کې له ۳۰۰ ډېرې هدیرې شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل ښار هدیرې په ځانګړي ډول د څو لسیزو پرلپسې جګړو له امله د معمول خلاف په چټکۍ پراخې شوې دي او تر څنګ یې په وروستیو کلونو کې په دغه ښار کې د وګړو د شمېر زیاتوالی او همدارنګه د غیرپلاني ابادیو شتون؛ نور هغه لاملونه دي چې له مخې یې دغه ښار د هدیرو لپاره د تشو ځمکو له کمښت سره مخامخ دی.
د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل په جنوب کې نوې ټاکل شوې عمومي هدیره د دغه ښار له نورو څنډو لسګونه کیلومټره لرې ده.
دا چې د کابل ښاروالۍ دغه پرېکړه به په دې ښار کې د مړو ښخولو او هدیري اړوند ستونزې څومره هوارې کړي، وخت یې ځواب ویلی شي.


















