کابل ښاروالۍ: د مرنجان (نادرخان) غونډۍ پر سر تفریحي پارک جوړېږي

نادر خان مقبره

د عکس سرچینه، KblMunicipality

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې نادرخان غونډۍ کې معیاري تفرېحي پارک جوړوي. دغه بنسټ وايي د پارک جوړولو فني څېړنې پای ته رسېدلې دي او ډېر ژر به نادرخان غونډۍ په یوه مناسب تفرېحي ځای بدل شي.

مرنجان یا نادرخان غونډۍ د کابل له مشهورو او تاریخي ځایونو ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم نژدې ده.

په لمنو کې یې حضوري چمن پروت دی چې پخوا د کابل اوسېدونکو ته تفرېحي سیمه وه. په تېره بیا د اختر، نوي کال او د خپلواکۍ جشن په شپو ورځو کې.

ډېری وخت نادرخان غونډۍ کې آس ځغاسته او کاغذباد لوبې کېدې. د دې غونډۍ له سره د کابل ښار لرغونې سیمې ډېرې ښې ښکاري. خو د غونډۍ سر په تدریج لویه هدیره وګرځېده.

وروسته له دې چې نادرخان دلته خښ شو د شاهي کورنۍ نور غړي او وروسته یې زوی د افغانستان وروستی پاچا ظاهر شاه هم پر همدې غونډۍ خښ شو.

د افغانستان خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال جګړو کې وژل شوي سرتېري او جګپوړي افسران په کې خښېدل او د شهدا تپه یې بلله.

وروسته بیا په کابل کې د جهادي تنظیمونو ترمنځ جګړو کې لومړۍ کرښه وه چې تر ډېرې مودې د عبدالرشید دوستم د وسله والو په لاس کې وه. بیا یې کلونه ونیول چې د ماین پاکۍ موسسو یې ماینونه او ناچاودلي توکي پاک کړل.

له معاصرو ناخوالو سره سره، مرنجان غونډۍ تاریخي سیمه هم ده.

په ۱۹۳۳ کال کې فرانسوي لرغونپوهانو دوه بودايي معبدونه دغلته وسپړل او همدارنګه ډېر تاریخي آثار هم ترې لاسته راغلل چې په ملي موزیم کې ساتل کېږي.

اوس کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې نادرخان غونډۍ کې معیاري تفرېحي پارک جوړوي. ښاروالي وايي د پارک جوړولو فني څېړنې پای ته رسېدلې دي او ډېر ژر به نادرخان غونډۍ په یوه مناسب تفرېحي ځای بدل شي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي بي بي سي ته وویل دلته به د زرغونې سیمې، کانتین، د اوبو فوارې او څوکیو په ګډون بېلابېل سهولتونه چې په یوه تفرېحي سیمه کې یې اړتیا وي، رامنځته شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

کابل ښاروالي وايي پلازمېنه کې ۱۴۰ پارکونه شته. خو د کابل اوسېدونکي شکایت لري چې ډېر ځایونه پارک نومېږي خو د پارک سهولتونه او فضا هلته نشته. یا په یو شکل نیول شوي، یا سپېره پراته دي او یا هم په اصطلاح له لچکانو او پوډریانو ډک وي.

د کابل اوسېدونکي زیاتوي د خراب اقتصاد ترڅنګ بله ستونزه چې پر دوی یې ساحه تنګه کړې هغه قیودات دي چې د طالبانو حکومت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر خلکو لګولي.

سږ کال د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه اعلان چې د اوونۍ په ځانګړو ورځو دې یوازې ښځې او یا یوازې نارینه پارک ته ځي، کورنۍ له تفریحي پارکونه له خوند اخیستو ناهیلې کړې.

په تېرو لسیزو کې د کابل ښار پر غرونو او غونډیو د تفرېحي ځایونو جوړولو ډېرې طرحې و ارزول شوې، خو برعکس ځینې زرغونې او تفریحي سیمې یا غصب شوې او یا هم د زورواکو قبرونو ته ځانګړې شوې.

په دې لړ کې په بي بي مهرو یا وزیر اکبر خان تپه کې چې تر ټولو مهم موقعیت لري د برهان الدین رباني او د بادام باغ غونډۍ چې د افغانستان کرهنیزې څېړنې هم پکې کېدې، د قسیم فهیم مقبره جوړه شوه.

د ویډیو تشریح، د کابل تفریح ځای چې کوربانه او میلمانه یې ښځې دي