د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشر: افغانستان له ویجاړوونکي بشري ناورین سره مخامخ دی

د مایکل مک‌کال په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه په پلټنو بوخت دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مایکل مک‌کال په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه په پلټنو بوخت دي
د خپرېدو وخت

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشر ویلي چې افغانستان، د هغه په ټکو، د طالبانو تر ''ظالمانه واکمنۍ لاندې له ویجاړوونکي بشري ناورین سره مخامخ دی.''

مایکل مککال د دې جرګګۍ یوه ناستې ته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم پکې ګډون کړی و، همداراز ویلي، چې واشنګټن باید پر طالبانو فشار ډېر کړي چې، د هغه په وینا، د بیګناه افغانانو د حقونو تروړنه ودروي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال د دغې کمېټې غونډه کې وویل، د امریکا له هم‌ټلوالو سره باید په ګډه کار وشي تر څو پر طالبانو فشار ډېر کړي چې د افغانانو، ښځو او ماشومانو بشري حقونو تر پښو لاندې کول پای ته ورسوي.

ده وویل: ''افغانستان د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې له ویجاړونکي بشري ناورین سره مخ دی.''

هغه په افغانستان کې د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې راغلي پرمختګونه هم له افغانستانه په یو اړخیز ډول د ولسمشر بایډن د پوځونو ایستلو پرېکړې له امله په اوبو لاهو شوي وبلل:

''نن افغانستان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره په تر ټولو ځپونکي هېواد بدل شوی. نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له تلو منع دي. ښځې په موسسو کې له کار کولو منع دي.''

نجونو زدکړې

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه پر اقلیتونو او د بیان پر آزادۍ هم د طالبانو محدودیتونو ته اشاره وکړه او دغه راز یې په عام محضر کې د طالبانو سزاګانو ورکول هم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې امریکا باید د ده په ټکو د بشري حقونو د دغو سرغړونو مخالفت وکړي.

ده زیاته کړه، امریکا باید د دغو فرمانونو د لیرې کولو لپاره پر طالبانو ګډ فشار ته هم کار وکړي او زیاته يې کړه چې د افغانستان خلک باید پوه شي چې امریکا د دوی تر شا ولاړه ده او له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ د مرستې لپاره هڅې کوي.

د مایکل مک‌کال په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه په پلټنو بوخت دي او ټاکل شوې په سپټمبر مياشت کې وروستی راپور هم خپور کړي.