د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه د غبرګولي ۱۷مه پیلېږي؛ خو سږ کال به هم نجونې په کې نه وي

کانکور

د عکس سرچینه، GMICafghanistan

د خپرېدو وخت

د طالبانو په حکومت کې د ازموینو ملي ادارې د سږني کانکور ازموینې په اړه مالومات شریک کړل.

د دې ادارې رئیس عبدالباقي حقاني نن (پنجشنبه د غبرګولي/جوزا ۳مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې سږ کال کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کېږي چې لومړی به یې د همدې روانې (غبرګولي) میاشتې پر ۱۷مه او وروستی د چنګاښ/سرطان پر ۲۲مه وي.

که څه هم تر اوسه د سږني کانکور د ګډونوالو شمېر مالوم نه دی، خو تېر کال په کې څه باندې ۸۴ زره کسانو برخه اخیستې وه، چې یوه نجلۍ هم په کې نه وه.

سږکال به دویم پرله پسې کال وي چې نجونې د کانکور په ازموېنه کې له ګډون بې برخې کېږي.

دې دا اندېښنه لا پراخه کړې چې د افغانستان نیم وګړي یعنې ښځې به یو بل کال هم‌ له لوړو زدکړو او پرمختګونو محرومې پاتې شي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اول نمره ګانې نجونې وې.

د تېر کال د کانکور عمومي اول نمره محمود منصوري بي بي سي ته ویلي و،‌ که نجونو ته کانکور کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وای، ښايي‌ بیا هم کومه نجلۍ اول نومره شوې وای.

پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو راهیسې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګې پورته له ښوونځیو او د ۲۰۲۲ کال له وروستیو راهیسې پوهنتونونو ته له تګ راګرځولې دي.

په دوی کې داسې نجونې هم شته چې د پوهنتون د وروستي کال درسونه یې نیمګړي پاتې شول او فارغې نه شوې.‌

طالب چارواکي که څه هم وايي چې د نجونو زدکړو لپاره د زمینې پر برابرولو کار کوي،‌ خو عملآ د نږدې زرو ورځو له تېرېدو سره سره په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.‌

ښاغلي‌حقاني‌ وویل چې چې د ۱۴۰۳یم کال کارنکور ازموینې لپاره اړین چمتووالی نیول شوی.‌

هغه د ازموینو بهیر کې د ټېکنالوژۍ د کارېدو یادونه وکړه، چې د نوموړي په وینا روڼتیا ورسره ډېره او د اشخاصو د لاسوهنو زمینه کمه شوې ده.

نوموړي وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ د کانکور ازموینو د سیستم معیاري کېدو لپاره د سیستم پر اصلاح او نوي کېدو کار شوی او د چارو د لا اغېزناکه کولو لپاره له بېلابېلو ادارو سره تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، GMICafghanistan

د طالبانو په حکومت کې د ازموینو ملي ادارې رئیس وايي،‌ د راتلونکې کانکور ازموینې لپاره په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو شاوخوا ۵۰ زره نوې پوښتنې د چمتو کېدو په حال کې دي او د اسانتیا لپاره د ازموینې وخت هم تر څلورو ساعتونو زیات شوی دی.

نوموړی زیاتوي د چارو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره، د ازموینو ملي ادارې پنځه کلن ستراتیژيک پلان او ۱۱ نوي طرزالعملونه جوړ شوي، او همدا راز د ازموینو قانون مسوده هم وروستۍ او د تصویب او توشیح لپاره عدلیې وزارت ته لېږل شوې ده.

ښاغلی حقاني وايي،‌ د ازموینو ملي ادارې تېر کال د هېواد په کچه ۴۴ لویې او وړې ازموینې اخیستي، چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو په کې ګډون کړی او نږدې ۱۲۰ زره په کې بریالي شوي دي.