د نېدرلنډز روغتیار وزیر له طالب چارواکي سره پر ګډ تصویر بښنه غوښتې

د روغتيا وزيران

د عکس سرچینه، DAB_Omer

د خپرېدو وخت

د نېدرلنډز د روغتیا وزیر پر هغه عکس پښېماني په ډاګه کړې چې د طالبانو حکومت له یوه چارواکي‌ سره یې په غونډه کې اخیستې و.‌

ارنسټ کیوپرس وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې په هګ کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال د دواړه اخیستل شوي‌ انځور په خواله رسنیو کې غبرګونونه وپارول‌.‌

ښاغلي کویوپرس پر اېکس لیکلي، "د سیمه ییزو تولیداتو په اړه په هګ کې یوه نړیوالې غونډه کې مې د طالبانو له استازي سره انځور واخیست.‌ زه هغه مهال نه پوهېدم چې دا کس څوک دی. دا کار په تېروتنه شوی،‌ هېڅکله باید داسې نه وای شوي او زه پرې پښېمانه یم."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

نوموړي دارنګه ویلي، نه غواړي د طالبانو "رژیم" سره اړیکه ولري او ټینګار کوي چې بشري حقونو سره ولاړ دی.‌

هممهاله، د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکتر عبدالباري عمر تازه پر اېکس لیکلي چې لا هم په اروپا کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې په خپل سفر کې یې "نېدرلنډز، بلجیم، سلواکیا او جرمني" کې له افغانانو او دیپلوماتانو سره کتلي دي.‌

موږ هڅه وکړه چې له ښاغلي عمر سره مخامخ د نوموړي پر کتنو خبرې وکړو،‌ خو ځواب یې نه وایه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

جرمن چارواکي؛ په کولن ښار کې د یوه طالب چارواکي د وینا پلټنه کوو

عبدالباري عمر په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ادارې مشر دی.

د عکس سرچینه، ذبیح الله مجاهد

د عکس تشریح، عبدالباري عمر په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ادارې مشر دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد په کولن ښار کې د یوه طالب چارواکي عبدالباري عمر شتون ''سخت غندي''، ټینګار کوي، چې د جرمني هېڅ یوې استازولۍ دغه طالب چارواکي ته ویزه نه ده ورکړې او جرمني په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پر ایکس خواله رسنۍ یوه لنډ بیان کې ویلي، په دې هکله د جرمني ټولو کورنیو ادارو په همکارۍ نوره پلټنه کوي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دوی له مخکې د دې سفر په هکله معلومات نه درلودل.

اعلامیه زیاتوي: ''تر هغه وخته پورې چې طالبانو په افغانستان کې په څرګند ډول بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض کوي، له طالبانو سره به د اړیکو عادي کولو چاره تر سره نه شي.''

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په جرمني کې د عبدالباري عمر د شتون پخلي تر څنګ ویلي چې د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکتر عبدالباري عمر بهر مېشتي افغانان وهڅول چې هېواد ته ستانه شي او د خپل هېواد په بیارغاونه کې برخه واخلي.

په خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي، چې په ظاهره د پنجشنبې پر ورځ ثبت شوې او دغه چارواکی په داسې حال کې پکې لیدل کېږي چې یو شمېر ناستو کسانو ته وینا کوي. د خواله رسنیو یو شمېر کارکوونکو د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سره اروپا ته د عبدالباري عمر د سفر په هکله پوښتنې راپورته کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3

د 'المان غږ' دویچه ویله خبري شبکې په رپوټ کې په دې هکله ویل شوي، چې نن په همدې تړاو د جرمني کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له ویندویانو پوښتنې وشوې او دوی وویل، چې اوس د دې موضوع په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

د اسلامي مرکز 'دیانت' له لوري چې دغه غونډه پکې شوې په یوه بیان کې چې پر ایکس خواله رسنۍ خپور شوی ویل شوي، دوی په دې هکله مخکې معلومات نه درلودل او د افغانانو ''یو لړ مذهبي مراسمو'' په نامه یې د غونډې اجازه ورکړې وه.

د مرکز له لوري ویل تائید شوې چې د نومبر پر ۱۶مه د افغانانو فرهنګي انجمن له لوري غونډه شوې او یوه طالب چارواکي پکې وینا کړې. خو دې مرکز ویلي ''د هوکړې برعکس د یوه ناپېژاند ویاند په بلنې سره دا غونډه سیاسي شوې''

د اسلامي مرکز په بیان کې زیاته شوې، دوی د دې خبر له اورېدو وروسته ''حیران شوي'' او ځکه خواشیني شوي دي، چې له باوره یې ''ناوړه ګټه'' اخیستل شوې ده.