تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نېدرلنډز روغتیار وزیر له طالب چارواکي سره پر ګډ تصویر بښنه غوښتې
د نېدرلنډز د روغتیا وزیر پر هغه عکس پښېماني په ډاګه کړې چې د طالبانو حکومت له یوه چارواکي سره یې په غونډه کې اخیستې و.
ارنسټ کیوپرس وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې په هګ کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال د دواړه اخیستل شوي انځور په خواله رسنیو کې غبرګونونه وپارول.
ښاغلي کویوپرس پر اېکس لیکلي، "د سیمه ییزو تولیداتو په اړه په هګ کې یوه نړیوالې غونډه کې مې د طالبانو له استازي سره انځور واخیست. زه هغه مهال نه پوهېدم چې دا کس څوک دی. دا کار په تېروتنه شوی، هېڅکله باید داسې نه وای شوي او زه پرې پښېمانه یم."
نوموړي دارنګه ویلي، نه غواړي د طالبانو "رژیم" سره اړیکه ولري او ټینګار کوي چې بشري حقونو سره ولاړ دی.
هممهاله، د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکتر عبدالباري عمر تازه پر اېکس لیکلي چې لا هم په اروپا کې دی.
نوموړي زیاته کړې چې په خپل سفر کې یې "نېدرلنډز، بلجیم، سلواکیا او جرمني" کې له افغانانو او دیپلوماتانو سره کتلي دي.
موږ هڅه وکړه چې له ښاغلي عمر سره مخامخ د نوموړي پر کتنو خبرې وکړو، خو ځواب یې نه وایه.
جرمن چارواکي؛ په کولن ښار کې د یوه طالب چارواکي د وینا پلټنه کوو
د جرمني بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد په کولن ښار کې د یوه طالب چارواکي عبدالباري عمر شتون ''سخت غندي''، ټینګار کوي، چې د جرمني هېڅ یوې استازولۍ دغه طالب چارواکي ته ویزه نه ده ورکړې او جرمني په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پر ایکس خواله رسنۍ یوه لنډ بیان کې ویلي، په دې هکله د جرمني ټولو کورنیو ادارو په همکارۍ نوره پلټنه کوي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دوی له مخکې د دې سفر په هکله معلومات نه درلودل.
اعلامیه زیاتوي: ''تر هغه وخته پورې چې طالبانو په افغانستان کې په څرګند ډول بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض کوي، له طالبانو سره به د اړیکو عادي کولو چاره تر سره نه شي.''
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په جرمني کې د عبدالباري عمر د شتون پخلي تر څنګ ویلي چې د خوړو او درملو ادارې مشر ډاکتر عبدالباري عمر بهر مېشتي افغانان وهڅول چې هېواد ته ستانه شي او د خپل هېواد په بیارغاونه کې برخه واخلي.
په خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي، چې په ظاهره د پنجشنبې پر ورځ ثبت شوې او دغه چارواکی په داسې حال کې پکې لیدل کېږي چې یو شمېر ناستو کسانو ته وینا کوي. د خواله رسنیو یو شمېر کارکوونکو د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سره اروپا ته د عبدالباري عمر د سفر په هکله پوښتنې راپورته کړې دي.
د 'المان غږ' دویچه ویله خبري شبکې په رپوټ کې په دې هکله ویل شوي، چې نن په همدې تړاو د جرمني کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له ویندویانو پوښتنې وشوې او دوی وویل، چې اوس د دې موضوع په هکله معلومات ورکړل شوي دي.
د اسلامي مرکز 'دیانت' له لوري چې دغه غونډه پکې شوې په یوه بیان کې چې پر ایکس خواله رسنۍ خپور شوی ویل شوي، دوی په دې هکله مخکې معلومات نه درلودل او د افغانانو ''یو لړ مذهبي مراسمو'' په نامه یې د غونډې اجازه ورکړې وه.
د مرکز له لوري ویل تائید شوې چې د نومبر پر ۱۶مه د افغانانو فرهنګي انجمن له لوري غونډه شوې او یوه طالب چارواکي پکې وینا کړې. خو دې مرکز ویلي ''د هوکړې برعکس د یوه ناپېژاند ویاند په بلنې سره دا غونډه سیاسي شوې''
د اسلامي مرکز په بیان کې زیاته شوې، دوی د دې خبر له اورېدو وروسته ''حیران شوي'' او ځکه خواشیني شوي دي، چې له باوره یې ''ناوړه ګټه'' اخیستل شوې ده.