روسیې تائید کړه، چې جنګي بېړۍ ته یې زیان اوښتی دی

د خپرېدو وخت
د اوکراییني هوايي ځواکونو مشر د فیودوسیا سیمې پر بندر د برید ناتائید شوي تصویرونه خپاره کړي وو.

د عکس سرچینه، OLEKSANDR TRETYAK

د عکس تشریح، د اوکراییني هوايي ځواکونو مشر د فیودوسیا سیمې پر بندر د برید ناتائید شوي تصویرونه خپاره کړي وو.

روسیې تائید کړې چې د تور سمندر پر یوه ساحل د اوکراییني ځواکونو یوه برید کې یې جنګي بېړۍ ته زیان اوښتی دی. اوکراییني ځواکونو دا هوايي برید تېره سې شنبه د روسیې اشغال شوې کریمیا په فیودوسیا سیمه کې کړی و.

د روسیې له لوري د کریمیا لپاره ګومارل شوی مشر سیرګي اکسیونوف وايي، په دې برید کې یو کس وژل شوی و. په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې پېښه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي وو. د پېښې ځای له محاصرې او دغه راز د برید له کبله د لګېدلي اور له وژل کېدو وروسته د بندر ټرانسپورټي چارې د معمول په څېر روانې شوې دي.

د اوکراییني هوايي ځواک مشر جنرال مایکولا اولیشچوک د دې برید یوه ویډیو خپره کړې وه، چې د چاودنې له کبله د رامنځته شوي اور لمبې په کې لیدل کېدې. که څه هم دا ویډیويي تصویرونه خپلواکو سرچینو نه وو تائید کړي، خو د دسمبر پر ۲۴مه له سټیلائټه اخیستل شویو تصویرونو کې د فیودوسیا بندر کې یوه ولاړه جنګي بېړۍ لېدل کېده چې سور-ساره یې نووچیرکاسک ته ورته و.

د سې شنبې ورځې برید لومړنی هغه نه دی چې اوکراییني ځواکونه نووچیرکاسک په نښه کوي. له دې مخکې د اشغال شوې اوکراییني سیمې بیردیانڅک په بندر کې ولاړه یوه بله جنګي بېړۍ ساراتوف له ویشتل کېدو وروسته ډوبه شوې وه.

پر ټیلګرام خواله رسنۍ یوه پیغام کې جنرال اولیشچوک لیکلي، نووچیرکاسک د مسکووا پر لار لاړه- دا په تور سمندر کې د روسیې سمندري ځواک له بېړیو یوه وه، چې تېر کال په تور سمندر کې غرقه شوه.

روسیه وايي، نووچیرکاسک نومې بېړۍ ته زیان اوښتی، خو اوکرایین وايي، بشپړه ویجاړه شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسیه وايي، نووچیرکاسک نومې بېړۍ ته زیان اوښتی، خو اوکرایین وايي، بشپړه ویجاړه شوې ده.

روسیې د کریمیا سیمه په ۲۰۱۴ کال کې له اوکرایین ونیوله، په خپله خاوره پورې یې ضمیمه کړه او په ۲۰۲۲ کال کې چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، په کریمیا کې شته ځواکونو یې په دې یرغل کې خورا مهم رول درلود.

له هغه راهیسې اوکراییني ځواکونه په کریمیا کې پر دېره روسي ځواکونو پرلپسې بریدونه کوي.

تېره میاشت اوکراییني ځواکونو وویل، دوی د روسیې جګړې له پیل راهیسې د روسیې ۱۵ جنګي بېړۍ ویجاړې کړې دي په تور سمندر کې یې ۱۲ نورو ته زیان اړولی دی.