تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې تائید کړه، چې جنګي بېړۍ ته یې زیان اوښتی دی
روسیې تائید کړې چې د تور سمندر پر یوه ساحل د اوکراییني ځواکونو یوه برید کې یې جنګي بېړۍ ته زیان اوښتی دی. اوکراییني ځواکونو دا هوايي برید تېره سې شنبه د روسیې اشغال شوې کریمیا په فیودوسیا سیمه کې کړی و.
د روسیې له لوري د کریمیا لپاره ګومارل شوی مشر سیرګي اکسیونوف وايي، په دې برید کې یو کس وژل شوی و. په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې پېښه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي وو. د پېښې ځای له محاصرې او دغه راز د برید له کبله د لګېدلي اور له وژل کېدو وروسته د بندر ټرانسپورټي چارې د معمول په څېر روانې شوې دي.
د اوکراییني هوايي ځواک مشر جنرال مایکولا اولیشچوک د دې برید یوه ویډیو خپره کړې وه، چې د چاودنې له کبله د رامنځته شوي اور لمبې په کې لیدل کېدې. که څه هم دا ویډیويي تصویرونه خپلواکو سرچینو نه وو تائید کړي، خو د دسمبر پر ۲۴مه له سټیلائټه اخیستل شویو تصویرونو کې د فیودوسیا بندر کې یوه ولاړه جنګي بېړۍ لېدل کېده چې سور-ساره یې نووچیرکاسک ته ورته و.
د سې شنبې ورځې برید لومړنی هغه نه دی چې اوکراییني ځواکونه نووچیرکاسک په نښه کوي. له دې مخکې د اشغال شوې اوکراییني سیمې بیردیانڅک په بندر کې ولاړه یوه بله جنګي بېړۍ ساراتوف له ویشتل کېدو وروسته ډوبه شوې وه.
پر ټیلګرام خواله رسنۍ یوه پیغام کې جنرال اولیشچوک لیکلي، نووچیرکاسک د مسکووا پر لار لاړه- دا په تور سمندر کې د روسیې سمندري ځواک له بېړیو یوه وه، چې تېر کال په تور سمندر کې غرقه شوه.
روسیې د کریمیا سیمه په ۲۰۱۴ کال کې له اوکرایین ونیوله، په خپله خاوره پورې یې ضمیمه کړه او په ۲۰۲۲ کال کې چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، په کریمیا کې شته ځواکونو یې په دې یرغل کې خورا مهم رول درلود.
له هغه راهیسې اوکراییني ځواکونه په کریمیا کې پر دېره روسي ځواکونو پرلپسې بریدونه کوي.
تېره میاشت اوکراییني ځواکونو وویل، دوی د روسیې جګړې له پیل راهیسې د روسیې ۱۵ جنګي بېړۍ ویجاړې کړې دي په تور سمندر کې یې ۱۲ نورو ته زیان اړولی دی.