ویانا کنفرانس کې د دوحې تړون د لغوه کېدو غوښتنه؛ طالبان وايي خلک نور نه تېروځي

ویانا
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو حکومت مخالفو څېرو د اتریش پلازمېنه ویانا کې د خپل دوه ورځني کنفرانس پای کې غوښتنه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دې د دوحې هوکړه لغوه شي.

دوی د دې ناستې اعلامیه کې له ملګرو ملتونو هم غوښتي چې د طالبانو حکومت رسميت پېژندنې لپاره دې له هر ډول بحث ډډه وکړي.

په دې ناسته کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر احمد مسعود، د جمهوریت مهال یو شمېر چارواکو او سیاسونو برخه اخیستې وه.

دا په ویانا کې د دې لړۍ دویم کنفرانس دی.

طالبانو بیا دا کنفرانس غندلی او د افغانستان په زیان بللی دی.

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان خلک بیا نه تېر وځي.

د ویانا د دغه کنفرانس پای کې په خپره شوې اعلامیې کې راغلي "دا چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړې پایله کې د طالبانو نامشروع واکمني افغانستان کې د ناورین زېږوونکې وضعیت لامل ګرځېدلې" نو دوی د دې هوکړې دوام د افغانستان په خیر نه ګڼي.

په دې اعلامیه کې د طالبانو 'رسمیت پېژندلو لپاره پر کوچنیو ګامونو د بحث' په تړاو د ملګرو ملتونو د سر منشي د مرستیالې امینه محمد څرګندونې هم "غیر مسؤولانه" بلل شوې ده.

د دغه کنفرانس ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د راتلونکې می میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه دوحه کې د دغه سازمان لخوا په جوړېدونکي کنفرانس کې دې له هر داسې بحث ډډه وکړي، چې د طالبانو واکمنۍ د دوام او د افغانستان اوضاع د لا پېچلي کېدو لامل ګرځي.

احمد مسعود نن د ویانا کنفرانس پای کې وویل "د طالبانو په رسمیت پېژندل به د افغانستان د خلکو، ازادۍ او دیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ" وي.

هغه افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز له کبله د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ د راپورته شوي مخالفت په اړه ویلي، چې دوی له دغو ستونزو سره سره په افغانستان د ملګرو ملتونو د ماموریت د دوام غوښتونکي دي او دا چې خلک د ملګرو ملتونو مرستندویه عملیاتو ته اړتیا لري.

"که طالبان ټاکنو ته غاړه کېږي، له وسله وال مقاومت لاس اخلو"

ویانا

احمد مسعود همدا راز ویلي که طالبان ټاکنو ته غاړه کېږي، د ملي مقاومت جبهه به له وسله والې مبارزې او مقاومت لاس واخلي.

هغه پر دې جبهې د یوې ځانګړې سیمې او خلکو د انحصار خبره هم رد کړه او و یې ویل "موږ د واک لپاره مبارزه نه کوو. ازادۍ لپاره مبارزه کوو. د افغانستان ستونزه د یوه تن، یوې ډلې او قوم په وسیله نه حل کېږي."

احمد مسعود زیاته کړه د دې پوښتنې ځوابېدو لپاره له تاسې غواړم چې د ملي مقاومت جبهې جوړښت وګورئ، د انحصار په نوم څه به پکې ونه وینئ."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ملي مقاومت جبهې یوې سرچینې چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي، بي بي سي سره خبرو کې پر دې جبهه د احمد مسعود د کورنۍ د انحصار او فساد یادونه کړې وه.

دې سرچینې ویلي دغو دوو ښکارندو دا جبهه د پاشل کېدو له خطر سره مخ کړې ده.

طالبان: "د افغانستان خلک بیا نه تېر وځي"

مجاهد

د عکس سرچینه، AFP

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ویانا د دې ناستې په اړه ويلي چې د افغانستان په ګټه نه ده.

هغه اریانا نیوز تلویزیون ته ویلي، چې "د افغانستان خلک بیا پر دوی نه تېر وځي. دا څو کسان دي چې د خپلو شخصي ګټو او د خپل مال او شتمنیو د ساتنې په لټه کې دي. دوی سره د افغانستان غم نشته او د افغانستان خلک هم ورته مهم نه دي."

هغه زیاته کړې چې "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] په افغانستان کې د یوه حکومت او نظام په توګه هغه خلک چې د افغانستان خیر نه غواړي او په بد نیت هر ځای کې راغونډ شي، غندي او د دې غوښتنه کوي چې نور دې هېڅ داسې هڅه نه کوي."