ویانا کې د طالبانو مخالفې څېرې د څه په لټه کې دي؟

د طالبانو شاوخوا ۳۵ مخالفې څېرې د اتریش په ویانا ښار کې د اپرېل له ۲۴ تر ۲۶ پورې راغونډېږي چې د طالبانو پر وړاندې د (همغږو سیاسي ګامونو) په اړه بحث خبرې او وکړي.
په دوی کې سیاسي څېرې، د تېر نظام ځینې چارواکي او د پارلمان مخکني غړي او همدارنګه ځینې دیپلوماتان هم دي.
د یادې غونډې د ۳۰ ګډون کوونکو نوملړ بي بي سي ترلاسه کړی دی.
په دغو راغونډېدونکو کسانو کې د ملي مقاومت په نامه جبهې مشر احمد مسعود هم دی.
تېر کال هم هغه دې ته ورته د ویانا په لومړنۍ په غونډه کې ګډون کړی و.
پر ښاغلي مسعود یې د ځینو همډلې ملګرو نیوکه دا ده چې واک یې یوازې تر خپلې کورنۍ پورې منحصر کړی دی.
په اتریش کې د یادې غونډ سمبالوونکي انسټېتیوت مشر ولفګانګ پټریچ ویلي، ددې غونډې موخه د (افغانستان د خلکو هغه غوښتې دي) چې په وینا یې د (یوه ډیموکراتیک دولت په اډانه کې د سولې او تفاهم) بحث رامنځ ته شي.
"په افغانستان کې له هر اړخیز اساسي قانون پرته هېڅ داسې سوله نه شي راتللی، چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو ګټه پکې خوندي نه وي او د نړیوالو تر څارنې لاندې عادلانه ټاکنې پکې شوې نه وي".
د افغانستان ځینو معترضو ښځو له دې کبله نیوکه کړې چې د افغانستان په تړاو دا ډول غونډو کې دوی بابیزه ګڼلې شوې دي.
تېر کال هم ویانا کې دا ډول لومړنۍ غونډې ته چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر ۱۵-۱۷ پورې وه، شاوخوا ۳۰ سیاسي څېرو ګډون کړی و.
دوی د غونډې پای کې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي وو (د مشروع غوښتنو د خوندیتابه او د خلکو د حق غوښتنې لپاره د افغانستان د خلکو د مقاومت ملاتړ کوو).
خو پر دغې غوندې بله نیوکه دا وه چې دا د (ملي مقاومت) په نامه جبهې اړوندو کسانو غونډه وه او د افغانستان د نورو قومونو او ډلو استازیتوب نه شي کولی.





















