کرېکټ: افغانستان دویمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ‌ ته په لسو منډو ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د محمد نبي عیسی خېل د چټکې نیمه سلیزې په مټ د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ ته د ۱۵۳ منډو هدف ټاکلی و.

خو ایرلنډ‌ په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړای شوې.

د ایرلنډ له اړخه انډي بالبېرني ۴۵ او ګارېت دېلاني د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ په ۱۸ توپونو ۳۹ چټکې منډې جوړې کړې.

توپ اچونه کې راشد خان ۴ او ننګیالي خروټي ۲ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

Crt

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان ته ورکړ شوه چې ۲۵ منډې یې هم کړې وې

د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او دا ځل یې د تېرې شل اورېزې لوبې خلاف لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

خو د افغان لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه و او د سر څلور لوبغاړي یې ژر یو بل پسې په داسې حال کې وسوځېدل چې د افغانستان یوازې ۱۴ منډې وې.

خو وروسته محمد نبي او صدیق الله اتل ملګرتیا یو څه وغځوله.

افغانستان له اړخه توپ وهنه کې محمد نبي د ۳ شپږېزو او ۶ څلوریزو په مټ په ۳۸ توپونو ۵۹ منډې وکړې چې تر ټولو ډېرې وې.

صدیق الله اتل په ۳۵ او لوبډلمشر راشد خان په ۲۵ منډو وسوځېد.

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، محمد نبي ننۍ لوبه کې یو لوبغاړی هم وسوځاوه

د ایرلنډ لپاره توپ اچونه کې مارک ادایر ۳، همدا راز جوش لېټل او باري مککارټي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

یادونې ده چې ننۍ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې کوم بدلون نه دی راوستل شوی.

رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، محمد اسحاق، اعجاز احمدی، ننګیالی خروټي، نوین الحق او فضل الحق فاروقي نن د افغانستان لپاره لوبه کوي.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه په ۳۸ منډو بایللې وه.

اوس چې هره لوبډله درېیمه شل اوریزه لوبه ګټي هغه به د دې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

افغانستان او ایرلنډ تر شل اوریز کرېکټ مخکې درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالي هم درلوده.

د یو ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان ۲- صفر وګټله خو ټېسټ د ایرلنډ په ګټه تمام شوی و.