د افغانستان او ایرلنډ شل اوریزه لوبلړۍ؛ ایرلنډ افغان لوبډلې ته لومړۍ لوبه کې په ۳۸ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Cricket Ireland
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ افغان لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او ایرلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې وروسته دا پرېکړه افغان لوبډلې ته ګټوره ثابته نه شوه.
ایرلنډ په خپله پاڼۍ کې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۹ منډې وکړې.
تر ټولو ډېر ۵۶ رنزونه هري ټېکټر وکړل او د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
لوبډلمشر پاول سټرلېنګ ۲۵ او اېنډي بلبيرين ۲۲ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان د ایرلنډ درې لوبغاړي، ننګیالي خروټي دوه او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغان لوبډلې پاڼۍ

د عکس سرچینه، ACB
که څه هم د افغانستان په کرېکټ لوبډله کې د ځينو نوو ځوانانو لوبولو هیلې راټوکولې وې چې ګواکې نن به د ایرلنډ پر وړاندې ښه وځلېږي خو داسې ونه شول.
افغان لوبغاړو څنګه چې په کار وه، هغسې يې وېکټ ونه شوه ساتلی، یو په بل پسې وسوځېدل او په ۱۸.۴ اورونو کې يې ایله ۱۱۱ منډې وکړای شوې.
رحمان الله ګوربز او صدیق الله اتل د سر توپوهونکي وو خو ګوربز په لومړي توپ په صفر اوټ شو او صدیق الله اتل په پنځو بالونو یوازې یوه منډه وکړای شوه او وسوځېد.
ابراهیم ځدراڼ ته تمې وې چې وېکټ به وساتي خو هغه هم تر ۱۱ منډو جوړولو وروسته اوټ شو.
د افغانستان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې منډې محمد اسحاق وکړې چې ۳۲ وې.
عظمت عمرزی او ننګیالی خروټی په صفر، محمد نبي په ۲۵، اعجاز احمد احمدزی په ۱۶، لوبډلمشر راشد خان په ۵، نوین الحق په ۱۳ منډو وسوځېد.
د ایرلنډ لوبډلې بېن وایټ د افغانستان څلور لوبغاړي، جوش لېټل درې، مارک اداير، بري مکارتې یو یو توپوهونکی اوټ کړ.
"لومړنی افغان لوبغاړی چې ۵۵۰۰ منډې پوره کوي"

د عکس سرچینه، ACB
محمد نبي په دې سیالۍ کې د خپل لوبیز ژوند ۵۵۰۰ منډې پوره کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ د محمد نبي په اړه لیکلي چې هغه "تر اوسه په ۲۸۳ نړيوالو سیالیو کې ګډون کړی او په ۲۵۹ پاڼیو کې یې د ۲ سلیزو او ۲۱ نیمه سلیزو پر مټ د ۲۴.۷۸ منډو په اوسط سره د لومړني افغان لوبغاړي په توګه دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړه. نوموړي دغه راز په نړیوال کرکټ کې ۲۰۹ شپږیزې وهلې دي چې د افغان لوبغاړو له منځه تر ټولو ډېرې دي."
ټاکل شوې د شل اوريزو سیالیو په دې لوبلړۍ کې افغانستان له ایرلنډ سره درې لوبې وکړي.
په افغان لوبډله کې نن اعجاز احمد احمدزي او ننګیالي خروټی خپله لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وکړه.
د دوی تر څنګ ځينو نورو نوو ځوانانو ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی چې په وروستيو کې يې د کرېکټ شنونکو او مينه والو غوښتنه کوله او افغان کرېکټ بورډ یې له کبله له نيوکو سره مخ و.
د یادولو ده چې افغانستان له ایرلنډ سره د پنځوس اوريزو لوبو لړۍ هم لرله چې درې ورځې وړاندې يې په دوه -صفر له ایرلنډه وګټله.
د هغې لوبلړۍ دوه لوبې افغانستان ګټلې وې او یوه د باران له کبله لغوه شوې وه.




















