بریتانیا ته د بشر حقونو د ډلو خبرداری: سملاسي دې اسرائیلو ته د وسلو لېږد بند کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشر حقونو ډلو د بریتانیا پر حکومت غږ کړی چې، اسرائیلو ته دې د وسلو استول سملاسي بند کړي.
د بشر حقونو د څار سازمان په ګډون د نا دولتي سازمانونو یوې ډلې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کمرون ته یو لیک استولی او دا غوښتنه یې کړې ده.
د رپوټونو له مخې، دا لیک پنځه ورځې وړاندې لیکل شوی و، خو د سه شنبې پر روځ خپور شو.
په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې، د دې کار په نه ترسره کولو سره به د بریتانیا حکومت " له نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو په سرغړونه تورن شي او د ناوړه ګټه اخیستونکو په ډله کې به راشي."
لیک کې همدا راز ویل شوي چې، "ښکاره ګواښ" شته چې اسرائیلو ته ورکړل شوې وسلې او تجهیزات د نړیوالو قوانینو د جدي سرغړونو لپاره وکارول شي.
په دوی کې هغه بریدونه هم شامل دي، چې د جنګي جرمونو په توګه پېژندل شوي دي.
لیک کاږي، بریتانیا حکومت دې ژر تر ژره د نظامي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ موجوده جوازونه وځنډوي او د نویو جوازونو صادرول دې بند کړي.
د وسلو د سوداګرۍ ضد کمپاین رپوټ ورکړی چې، بریتانیا حکومت د ۲۰۱۵ کال می میاشت راهیسې اسرائیلو ته ۵۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو د صادرولو جوازونه ورکړي دي.
تېره شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غوڅ اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې غزه کې د بېړني بشري اوربند غوښتنه کوي. که څه هم دغه پرېکړه الزامي نه ده، خو شنونکي وايي د نړیوال نظر د یوه ځواکمن ګام ښودونکی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عمومي اسمبلۍ له درې پر څلورمه برخه غړو (له ۱۹۳ غړو ۱۵۳) د سملاسي اوربند په پلوۍ رایه ورکړه.
که څه هم دا پرېکړه لیک الزامي نه دی، خو سیاسي وزن یې ډېر دی او د جګړې په تړاو د نړیوال لید ښکارندويي کوي.
سره له دې، چې د امریکا متحده ایالتونو، پاراګوای، اتریش او اسرائیلو ددې پرېکړه لیک پرضد رایه ورکړه، خو ولسمشر بایډن مخکې ویلي وو، چې اسرائیل د هغه څه له کبله نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي، چې ده د فلسطینیانو بي توپیره بمباري بللي ده.
بریتانیا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او اوکرایین د هغو ۲۳ غړو په کتار کې وو، چې له رایه ورکوونکو یې ډډه وکړه.
دغه پرېکړه لیک داسې مهال تصویب شوی، چې غزه کې سخته جګړه روانه ده او نړیوال بشري سازمانونه هلته د خلکو د سخت او بوږنوونکي وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.
امریکا امنیت شورا کې د اوربند وروستی وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره ورځ امریکا په امنیت شورا کې د اوربند وروستی وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ او بریتانیا پکې ممتنع رایه وکاروله.
دغه ګام د مرستندویه ادارو، د بشري حقونو د فعالانو او یو شمېر نورو سیاسي او ټولنیزو بنسټونو او ډلو له غبرګون سره مخ شو.
پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو یوه پلاوي د مصر او غزې تر منځ د رفح له پولې لیدنه وکړه. امریکا، فرانسې او ګابون دغه پلاوي ته خپل استازی نه و لېږلي او اسرائیلو دا عمل "شرمناکه" بللی دی.
مرستندویه ادارو خبر ورکړی، تېره شپه ګڼ شمېر ملکي وګړي په خپلو خېمو کې د لوږې په حالت کې ویده شوي.
غزې ته د بشردوستانه مرستو د لاریو ننوتل د غزې په سوېل کې د اسرائیلو له وروستي بریدونو راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.






















