اوچا: د بودیجې کمښت له کبله به روانه میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر 'اوچا' ویلي چې د زدکړو په برخه کې د ناکافي بودیجې له کبله به په روانه اګست میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي یا سیمه ییز ټولګي وتړل شي.
اوچا وايي د دغو زرګونو محلي ټولګیو له تړل سره به د څه باندې ۱۶۶ زره ماشومانو چې دوه پنځوس سلنه یې نجونې دي زدکړې اغیزمنې شي.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر په وینا که حالت همداسې دوام وکړي نو تر اکتوبر میاشتې به ۳۳۰۰ محلي ټولګي وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره می میاشت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسېف ویلي و، غواړي چې د خلکو له غوښتنې سره سم د روان زېږدیز کال تر نیمايي پورې د محلي یا سیمه ییزو ټولګیو شمېر له څه باندې اولس نیمو زرو نه ۲۱ زرو ته لوړ کړي چې ورسره به ۶۶۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د یادونې ده چې د یونسېف په مالي لګښت جوړ شویو محلي ټولګیو کې په منظم ډول هغو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زدکړې ورکول کېږي چې د لېري واټن، بې وزلۍ، ټولنیزو محدودیتونو، امنیتي اندېښنو او په دولتي ښوونځیو کې د ځای د کمښت له امله له زده کړو بې برخې پاتې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ټولګي تر ډېره د ځايي خلکو په کورونو او هغو ځایونو کې جوړ شوي، چې چې د ټولنو لخوا مشخص شوي.
په دغو ټولګیو کې هغو ماشومان شاملېږي چې عمرونه یې له شپږو تر نهو کالو وي او ترڅنګ یې هغه هم منل کېږي چې له لسو تر ۱۵ کلونو عمر ولري او د بېلا بېلو لاملونو له کبله له زدکړو بې برخې پاتې وي.
یونسېف دا محلي ټولګي ټولو ماشومانو او په تېره بیا نجونو ته ډېر ګټور بولي ځکه چې په وینا یې په نورو ښوونځیو کې د هلکانو پرتله نجونو ته ځای کم وي.
دغو ټولګیو ته درسي مواد هم یونسېف د خپلو ملاتړو نړیوالو ادارو په مرسته برابروي او د ښوونکو تنخواګانې او هغوی ته روزنه هم د یونسېف لخوا ورکول کېږي.





















