د محلي ټولګیو ناڅرګند برخلیک؛ په اړه یې د طالبانو څېړنې چېرته رسېدلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په کندهار او هلمند کې لا هم د هغو سلګونو محلي ټولګیو برخلیک روښان نه دی، چې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت یې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې فعالیت درولی دی.
طالبانو هغه مهال ویلي و چې دا پرېکړه لنډمهاله ده او د دغو ټولګیو په اړه د "تحقیق او د اختلافي مواردو د حل" لپاره شوې.
اوس د دغو ټولګیو پر تړل کېدو د څه باندې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته هم، په کندهار او هلمند کې د پوهني ریاستونو چارواکي په دې اړه رسنیو سره له غږېدو ډډه کوي، چې د دغو ټولګیو په تړاو تحقیق او پلټنې کوم ځای ته رسېدلي او دا چې د کومو اختلافي مسایلو د حل لټه کوي.
د کندهار د پوهني رییس بي بي سي ته په یوه پیغام کې یوازې دومره ویلي، چې "دا موضوع په وزارت کې تر بحث لاندې ده."
بلخوا د کندهار او هلمند کې یو شمېر اوسېدونکي ګومان کوي چې 'اختلافي مسایل' ښايي د ځايي مدرسو پر ځای محلي یا سیمه اییزو ټولګیو ته د نجونو او هلکانو پراخ ورتګ وي او ممکن د مدارسو مشرانو په دې اړه شکایت کړی وي .
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي امین الله وایي، د محلي ټولګیو ګټه دا وه، چې ماشومانو ته یې په خپل کلي او کور کې د زدکړو فرصت برابر کړی و .
هغه زیاتوي "د محلي ټولګیو ګټه د هغو ماشومانو لپاره ډېره وه چې نه ښوونځي ته تلل او نه هم مدرسې ته، بلکې کرۍ ورځ به یې په کوڅو کې تېروله - په دغو ټولګیو کې د لیک لوست تر څنګ دیني مسایل ورښودل کېدل، خپل لمونځ او اودس یې زده کاوه. "

د عکس سرچینه، Getty Images
په کندهار او هلمند کې ۶۸۰ محلي ټولګي فعال وو، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو پکې زدکړې کولې.
د دغو ټولګیو لویه برخه په هغو سیمو کې وو، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ماشومان له زدکړو بې برخې وو .
د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د همداسې یوه محلي ټولګي ښوونکی وایي، د زدکړو دا یوازینۍ دروازه هم اوس د دې سیمې د ماشومانو پر مخ تړل شوې.
هغه وویل "زموږ سیمه ییز ټولګی کې چې د نجونو په ګډون له ۳۵ تر ۴۰ پورې ماشومانو پکې زدکړې کولې، له ښوونځي لېرې و. له هغه راهیسې چې دغه ټولګی تړل شوی، د کلي اوسېدونکي هره ورځ شکایت کوي چې بېرته دې پیل او یا دې موږ لپاره ښوونځی جوړ شي."
محلي یا سیمه ییز ټولګي

محلي یا سیمه ییز ټولګي د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ هغو نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زدکړې فرصت برابروي چې ښوونځي یې د اوسېدو له سیمو لېرې دي او یا د بېوزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو له امله له زدکړو بې برخې پاتې وي.
دغو ټولګیو ته درسي مواد د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق "یونېسف" د خپلو ملاتړو نړیوالو ادارو په مرسته برابروي - لګښتونه او د ښوونکو تنخواګانې یې هم د یونېسف پر غاړه دي او همدا راز یې پر زده کوونکو ځینې خوراکي توکي هم ویشي.
دمګړۍ د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې نژدې ۱۸۰۰۰ محلي ټولګي فعال دي چې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومان پکې لومړنۍ زدکړې کوي.
په دوی کې ډېرې نجونې هم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یونیسف وايي غواړي د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه افغانستان کې د دغو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.
دا اداره زیاتوي، دغه ټولګي به د افغانستان په هغو سیمو او ولایتونو کې پرانیزي، چې تر اوسه پکې دا ټولګي نشته.
یونېسف دغه پروګرام د اسیا پرمختیایې بانک، نړیوال بانک او اروپایې ټولني په مالي مرسته د خپلو همکارو نادولتي موسسو له لارې پلی کوي .





















