مجاهد: د غور د ۱۷ کلنې نجلۍ په وړلو کې ښکېل طالبان "پوځي محکمې ته سپارل شوي"

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته په یوه غږیز پیغام کې تائید کړې، چې په غور ولایت کې طالب سرتېرو په یوه کورنۍ شخړه کې ځانونه ښکېل کړي او لاسوهنه یې کړې ده.
تېره اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې ښيي وسله وال سړي یوه جینۍ په زور له کوره راباسي او له ځانه سره یې وړي.
د طالبانو ویاند په دې پیغام کې وايي: "د دوو کورنیو ترمنځ جګړه وه، او څو امنیتي سرتېرو [طالبانو] پرته له دې، چې قضايي ارګانونو ته خبر ورکړي، هلته مداخله کړې ده."
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې دغه سرتېري "پوځي محکمې ته سپارل شوي او تر څېړنو لاندې دي."
ویل کېږي، چې دا پېښه د افغانستان په لوېدیځ کې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په نورک کلي کې شوې ده.
ښاغلي مجاهد د هغو سیمه ییزو چارواکو نومونه وانه خیستل، چې په دې کار کې لاس لري، خو په ټولنیزو شبکو کې د خلکو له خولې ویل شوي چې "د خیرالله خیرخواه، عبدالحمید خالد، محمد مشفق او توحیدي په ګډون د طالبانو ټول سیمه ییز چارواکي په کې ښکېل دي."
یوه ځايي اوسېدونکي، چې پېښه یې له نږدې لیدلې، بي بي سي ته وویل، په پېښه کې "ولسوال، امنیتي مسول او د طالبانو د پولیسو مسول" ښکېل وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته ویلي، دا پېښه د زوم او خسر ترمنځ د ولور په پیسو رامنځته شوې ده.
ښاغلی قانع زیاتوي "د جینۍ پلار د پاتې پيسو د تر لاسه کولو لپاره خپلې لور ته اجازه نه ورکوله چې د مېړه کور ته لاړه شي، او له همدې ځایه شخړه پیل شوې ده."
طالبانو تر اوسه په عام محضر کې خپل ځایي چارواکي یا د خپلو ځواکونو غړي چې په جنسي تیري تورن وي، مجازات کړي نه دي.

د عکس سرچینه، SCREENSHOT OF VIDEO CLIP/SM
د یادو کسانو په خبره، دا ۱۷ کلنه جینۍ د طالبانو سیمه ییز غړي شاولي خان ته په زوره نکاح شوې ده. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا خبره رد کړې ده.
دې ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، ظاهراً څو ځلې خبرې شوې وې او د طالبانو یاد کس مخکې هم جینۍ له ځان سره په زوره وړې وه، خو بیا بېرته د پلار کور ته ستنه شوه ځکه چې مهر یې د زوم لخوا نه وه ورکړلی شوی.
نوموړي زياته کړه، چې یاد سیمه ییز طالب له ولسوالۍ او د طالبانو له چارواکو سره نږدې اړیکې درلودې. او له همدې امله "ولسوال، امنیتي مسول، د پولیسو مسول" د جینۍ پر کور چاپه وهلې. د جینۍ مور، خويندې او د کورنۍ نور غړي يې وهلي او ډبولي دي او د دې د خوښې خلاف یې په زوره بولې ده.
په ویډیو کې لېدل کېږي، چې یو نارینه یوه ښځه په زوره نیسي په داسې حال کې چې هغه چیغې وهي په کشولو یې ځان سره بیايي.
په ویډیو کې د یوې ښځې غږ اورېدل کېږي چې وايي: "لعنت دې وي د طالب پر پلار چې د خلکو ښځې بیايي."
د افغانستان په کلیو او بانډو کې د طالبانو د ځینو سرتېرو د خپلسرۍ په اړه شکایتونه شته دي.
د وهلو ډبولو، او جنسي تېري تورونو ادعا شوې، ځینې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې هم دي.
دا ډول ځینو ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې ځاي اوسېدونکو تورن کسان د جرم په صحنه کې نیولي دي.





















