د نري نرځ نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې تېر کال له اټکل لږ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي'

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي‌ د تبرکلوز په ثبت شویو پېښو کې ډېر شمېر د ښځو دی
    • Author, ایراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وايي په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د تبرکلوز یا نري رنځ پېښې د ۲۰۲۲ کال پرتله پنځه اعشاریه پنځه سلنه او له دې نه د وړاندې کلونو پرتله شپږ سلنه کمې وې.

تبرکلوز یوه ساري ناروغي ده چې هرکال په ټوله نړۍ کې لسګونه زره کسان وژني. اټکل شوی و چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې ۷۶ زره د تبرکلوز یا نري رنځ پېښې ثبت شي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، له دوی سره له دې کمې ۴۹۵۳۳ پېښې ثبتې شوې دي.

اوس مهال په افغانستان کې په ۸۷۳ دولتي او په لویو ښارونو کې په ۶۸ خصوصي روغتونونو کې د تبرکلوز ناروغانو ته خدمات وړاندې کېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې د تبرکلوز ناروغۍ له کبله په تېر ۲۰۲۳ کال کې څومره کسان مړه شوي خو په افغانستان کې د جمهوري نظام پرمهال هرکال له دې ناروغۍ نه د څه باندې لسو زرو کسانو مړینه رپوټ کېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې د تبرکلوز په ثبت شویو پېښو کې ډېر شمېر د ښځو دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د تبرکلوز نښې

ډاکتره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تبرکلوز یوه ساري ناروغي ده چې هرکال په نړۍ کې لسګونه زره کسان وژني.

ډاکتران وايي، هغه څوک چې د بدن دفاعي قوت یې کمزوری وي، پر نورو اوږدمهاله ناروغیو اخته وي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې زیات وي.

تر اوږدې مودې د پرلپسې ټوخی، په لنډه موده کې د وزن ډېر کمېدل یا د شپې مهال پر بدن د خولې راماتېدل هغه علایم دي، چې د نري رنځ لومړني احتمالي نښې نښانې بلل کېدای شي.

په داسې صورت کې روغتیايي مرکزونو ته تلل د درملنې او نورو کسانو ته د دې رنځ د انتقال مخنیوی شونی کولای شي.

ککړه هوا، په تنګو مېشت ځایونو کې د ډېرو کسانو اوسېدل او د انسان د بدن دفاعي قوت کمزورتیا له هغو لاملونو ګڼل کېږي چې له کبله یې نری رنځ چې یوه ساري ناروغي ده، په چټکۍ له یوه کسه نورو ته انتقالېږي.

نری رنځ یا تبرکلوز اوس هم په نړۍ کې له هغو ناروغیو یو یادېږي چې ډېر خلک وژني. د روغتیايي ادارو شمېرې ښيي چې په هرو ۲۲ ثانیو کې د نري رنځ یو ناروغ ژوند بایلي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

روغتیا پوهان وايي په هغو هېوادونو کې چې خوار ځواکي ډېره وي او د خلکو دفاعي سیستم کمزوری وي د تبرکلوز یا نري رنځ پېښې ډېرې وي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د خوارځواکه ماشومانو او میندو شمېر په کې لوړ دی.

ډاکټران د تبرکلوز د مخنیوي لپاره واکسین کول تر ټولو غوره لار بولي او ټینګار کوي چې که څوک په تبرکلوز اخته کېږي باید چې د درملو خوړولو کورس یې چې څو میاشتې وخت نیسي بشپړ کړي که نه نو دغه ناروغي بیا سرپورته کوي او ان د مړینې لامل هم کېدای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې ۲۰۲۲ کال کې ۱۰٫۶ میلیونه کسان په تبرکلوز اخته شوي وو چې له دې ډلې ۱٫۳ میلیونه یې مړه شول.

سږکال د تبرکلوز نړیواله ورځ چې د مارچ میاشتې ۲۴ مه وه د روغتیا د نړیوال سازمان له دې نارې سره ولمانځل شوه چې "موږ د نري رنځ ناروغي له منځه وړلی شو".