پاکستان کې خوراکي توکي بې ساري ګران شوي، حکومت د برېښنا سپما لپاره د بازارونو وختي تړلو امر کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ په ترڅ کې د لومړنیو خوراکي توکو، برېښنا او سون توکو بيې خورا ختلې دي. هلته د برېښنا د ګرانۍ او کمښت اغېز بیا کمساری دی او حکومت یې تازه پرېکړو ته اړ کړی دی.
د دغه هېواد مرکزي حکومت یوه نوې پرېکړه کړې چې له مخې به يې "په هېواد کې د انرژۍ د سپما په موخه باید په ټول پاکستان کې بازارونه د شپې له اته نیمو او د واده تالارونه د شپې له لسو بجو وروسته بند وي."
په دې هېواد کې د برېښنا پر هغو ګروپونو او باد پکو د بندیز اعلان ته هم تابیا نیول کېږي چې ډېره برېښنا مصرفوي.
د کابینې له غونډې وروسته د پاکستان د مرکزي حکومت څو وزیرانو خبري ناستې ته ویلي" کړکېچ ته په کتو مونږ باید د خپل ژوندانه بڼه بدله کړو."
د دوی له منځه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي، "دې ته په کتو به له دې وروسته د واده ټول صالونونه د شپې لس بجې بندېږي او مارکېټونه باید ۸:۳۰ بجې بند شي."
د ده په وینا، لومړي وزیر شهباز شریف لارښوونه کړې چې په ټولو دولتي ادارو کې دې هم د برېښنا د لګښت کچه ۳۰ سلنه راکمه کړای شي.
هغه زیاته کړه "په هېواد کې به د کوڅې او واټونو یوازې پنځوس سلنه ګروپونه روښانه وي."
خواجه اصف اټکل کړی چې په دغه هېواد کې له دې نویو بندیزونو سره به ۶۲ ملیارده روپۍ سپما کړای شي.
د اوړو بيې په بې ساري ډول ختلې دي
بلخوا په پاکستان کې د اوړو د یوې شل کیلویي بورۍ قیمت په وروستۍ یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کلدارې ختلی دی. له دې نوې ګرانۍ سره هلته د نانوایۍ یوه ډوډۍ په ۲۵ او یا ۳۰ کلدارو خرڅېږي.
ګرانۍ بیا په خیبر پښتونخوا لا ډېر اغېز کړی او په دغه ایالات کې اوړه له بل هر ځایه ډېر ګران شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هلته د اوړو بيې په څلورو واړو ایالتونو کې توپير سره لري. د معلوماتو له مخې، په خیبرپښتونخوا کې د یوې شل کیلو بوجۍ نرخ ۲۶۰۰ روپویو ته ختلی. که څه هم حکومتي نرخ تر مارکيټ یو څه کم دی خو د هغې لپاره باید یو څوک په اوږدو کتارونو کې ډېر انتظار وکړي او دا ډېرو ته سخت تمامېږي.
په پنجاب کې د اوړو شل کیلویې بوجۍ له ۲۴۵۰ تر ۲۵۰۰ پیدا کېږی، په بلوچستان کې بیا دا نرخ تر ۲۴۰۰ پورې او په سېند ایالات کې یوه بوجۍ اوړه په ۲۵۰۰ تر ۲۶۰۰ کلدارو پلورل کېږي.
پاکستان له یوه کرنیز هېواد سره سره بیا هم په دې وروستیو کې د غنمو اړتیا پوره کولو لپاره په وارداتو تکیه کوي او د شمېرو له مخې د پاکستان هر وګړی د کال ۱۲۴ کیلو غنم خوري.
بلخوا په سېند کې د غنمو او اوړو اړوند سوداګریزې ټولنې مشر چودري محمد یوسف بي بي سي ته ویلي "له حکومت سره زېرمه شوي غنم شته، که دوی دا غنم راوباسي نو د اوړو یوه کیلیو بیه ۵۰ روپۍ راکمېدای شي، کنه نو مونږ ته دې اجازه راکړي چې ۳۰ روپۍ یې راښکته کړو."
د ده په وینا د پنجاب پخواني والي او د پاکستاني د اوسني لومړي وزیر زوی حمزه شهباز تېر کال "هغه غنم چې باید سپتمبر کې له زېرمو را ایستل شوي وای، په مئ میاشت کې راوباسل چې دې کار پر زېرمو او مارکېټ خپل اغېز درلود او موږ باید نن دا سختۍ ومنو."





















