د پاکستان مرکزي بانک بهرنیو اسعارو زېرمه د شپږ اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ریکارډ کچې ته ټیټه شوې

د پاکستان مرکزي بانک کې د بهرنیو اسعارو زېرمه کې له ۷۸۴ میلیونه ډالره کموالي وروسته اوس دا زېرمه شپږ میلیارده او ۲۷۲ میلیونو ډالرو ته ټیټه شوې ده.
د بهرنیو اسعارو د زیرمې اوسنۍ کچه په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي. د یادونې ده، چې د بهرنیو اسعارو زېرمې زیاتولو په تېر اپریل میاشت کې د محمد شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت د اجنډا په سر کې ځای درلود.
خو شمېرې ښيي چې له هغه راهیسې د پاکستان مرکزي بانک دې زېرمه کې د نژدې څلور میلیارد ډالرو کموالی راغلی دی، چې هغه مهال ۱۰ میلیارده ۹۰۰ میلیونه ډالر وو.
بل لور د پاکستان مرکزي بانک مشر جمیل احمد وايي، له معمول سره سم به لګښتونو ته پیسې ورکړي او په وینا یې تمه ده، چې د روان کال په دویمه نیمايي کې به د بهرنیو اسعارو زېرمې هم زیاتې شي.
خبریال تنویر ملک په خپل رپوټ کې د پاکستان مرکزي بانک مشر له قوله وايي، پاکستان به په نړیواله کچه د راکړې، ورکړې برخه کې خپل اقتصادي مسوولیتونه ترسره کړي.
ښاغلي احمد د مرکزي بانک پوډکاسټ لړۍ په وروستۍ خپرونه کې د اوکرایین جګړه، په نړیوالو بازارونو کې د توکو بیو تاریخي لوړوالی او د مرکزي بانکونو له لوري د اسعارو لړ کې سختې پالیسۍ د نړیوالې کچې اقتصادي ننګونې وبللې.
تېره اونۍ د پاکستان خزانې وزیر اسحاق ډار له پاکستاني خصوصي ټلویزیون جیو نیوز سره خبرو کې ویلي و، دوو اونیو کې به له یوه دوست هېواده درې میلیارده ډالر تر لاسه شي.
د نوموړي په وینا دی نه غواړي اوس د دې هېواد نوم واخلي چې پاکستان ته درې میلیارده ډالر ورکوي، خو په وینا یې خبره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
د ښاغلي ډار په وینا له دې درې میلیاردو ډالرو سره به د پاکستان بهرنیو اسعارو زېرمو کې زیاتوالی راشي.


















