پر ولسمشر بایډن د جنسي ځورونې تور پورې کوونکې ښځه غواړي د روسیې تابعیت ترلاسه کړي

    • Author, فیونا نیموني
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
تارا ریډ

د عکس سرچینه، MAX WHITTAKER/NEW YORK TIMES/REDUX/EYEVINE

هغه امریکایۍ ښځه چې پر ولسمشر جو بایډن یې د جنسي ځورونې تور پورې کړی، مسکو ته تللې او غواړي د روسیې تابعیت ترلاسه کړي.

د روسیې له یوې دولتي خبري شبکې سره مرکه کې ۵۹ کلنې تارا ریډي ویلي، په دې هېواد کې ځان خوندي محسوسوي او غواړي همدلته پاتې شي.

ګارډین ورځپاڼې د اغلې ریډي له قوله لیکلي: ''کله چې زه مسکو کې له الوتکې کوزه شوم، له ډېرې اوږدې مودې وروسته مې ځان خوندي محسوس کړ، فکر مې کاوه، غږ مې اورېدل شوی او درناوی مې شوی.''

اغلې ریډي پر ولسمشر بایډن تور پورې کړی، چې ۱۹۹۳ کال کې دې د هغه په کانګرېس دفتر کې دنده درلوده، چې ښاغلي بایډن پرې حمله کړې وه. ولسمشر بایډن د دې تورونه په سخته رد کړي او وايي: ''له شک او شبهې پرته داسې هېڅ کله، هېڅ کله نه دي شوي.''

اغلې ریډي هغه مهال د یوې مرستیالې په توګه د ښاغلي بایډن په دفتر کې دنده درلوده، چې نوموړی د دیلاوري سیمې سناتور په توګه مسوولیت درلود. په ۲۰۲۰ کال کې بیا اغلې ریډي دا تور په داسې حال کې ولګاوه، چې د ولسمشر بایډن ټاکنیز کمپاین روان و. نوموړې ویلي و، دا هغه وخت ۲۹ کلنه وه، چې ښاغلي بایډن پرې د امریکا کانګرېس ودانۍ په یوه دهلیز کې حمله وکړه.

د اغلې ریډ له قوله ویل شوي: ''زه به وغواړم په روسیه کې د تابعیت لپاره غوښتنلیک ورکړم، د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین نه دا غوښتنه وکړم... ژمنه کوم چې زه به یوه ښه تبع واوسم.''

نوموړې دغه راز ویلي، غواړي د امریکا تابعیت هم وساتي.

اغلې ریډي له هغو څو مېرمنو یوه وه، چې ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې یې پر ولسمشر بایډن تورونه پورې کړل، چې په نامناسب ډول یې لاس وروړی، غېږ یې ورکړې او یا یې ښکول کړې دي.

دا وايي، رسماً یې شکایت کړی، خو داسې کوم ثبوت نه شته او نه هم دا معلومه ده، چې په دې هکله کومه رسمي پلټنه شوې او که نه.

د ولسمشر بایډن یوه ویاند بیا د ولسمشر له قوله ویلي، چې''ښځې حق لري چې غږ یې واورېدل شي'' خو په خبره یې نوموړي د دې ادعا شوي تور په هکله ویلي، چې ''قطعاً داسې نه دي شوي.''