د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماند جو بایډن د جنسي ځورونې تورونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو کې د دیموکرات ګوند له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته له کاندید جو بایډنه غوښتنې په ډېرېدو دي چې د یوې پخوانۍ کارکونکې له لوري د جنسي ځورونې تورونو ته دې ځواب ووايي. تارا ریيډي وايي، پخواني مرستیال ولسمشر ۳۰ کاله مخکې د کانګریس په تالارونو کې په جنسي توګه ځورولې ده.
پر ښاغلي بایډن یو شمېر نورو ښځو هم د (نامناسبو حرکتونو) تور پورې کړی، خو دا پر نوموړي د جدي جنسي ځورونې لومړنی تور دی.
د ښاغلي بایډن د کمپ مسوولینو دغه تورونه رد کړي دي، خو مېرمن رییډي ته نژدې کسان وايي، نوموړې د خپلو تورونو په تړاو د دوی باور تر لاسه کړی دی.
تارا رییډي چې اوس ۵۶ کلنه ده، له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۳ پورې د جوبایډن د دفتر مرستیالې په توګه هغه مهال دنده درلوده، چې نوموړي د دیلووئر ایالت د سناتور په حیث کار کاوه.
په یوه وروستۍ مرکه کې نوموړې تور پورې کړی، چې ښاغلي بایډن ته یې په ۱۹۹۳ کال کې د ورزش کالي ورکول چې په زوره یې یوه دیوال ته ودروله او تر کالیو لاندې یې ګوتې وروړې. نوموړې دې مرکه کې وویل:
"ښه مې په یاد دي، کله مې چې پورې واهه، هغه وویل، غواړې، کوم بل ځای ته لاړ شو، اوریدلي مې دي، چې خوښ دې یم او دا جمله مې په ذهن کې پاتې شوه "
مېرمن رییډي له هغو یو شمېر مېرمنو یوه ده، چې پر ښاغلی بایډن یې په نامناسب انداز د لاس وروړلو، غېږ ورکولو او ښکولو تورونه لګولي، خو نورو دغه کړنې جنسي ځورونه نه ده بللې.
اوس دریو کسانو د نوموړې د ادعا ملاتړ کړی، خو هیڅ یوه نه دي ویلي چې عیني شاهدان دي. د مېرمن رییډي ورور، یوې پخوانۍ ګاونډۍ لنډااکاسي او یوې همکارې لوراین سانچیز ویلي، هغه وخت له پېښې لږ وروسته نوموړې د پېښې په جزیاتو خبر کړي وو.

د امریکايي سناتور په حیث د ښاغلي بایډن د کاري ژوند ریکارډ په دیلووئر پوهنتون کې ساتل شوی او دغه اداره وايي، له ټولو دولتي دندو د نوموړي له تقاعد دوه کاله وروسته پورې به دغه ډول هیڅ اسناد نه خپروي،
خو مېرمن رییډي وايي، په دې اسنادو کې ښايي داسې ثبوتونه موجود وي، چې دې د هغې پېښې په تړاو لوړ پوړو کسانو ته د پېښې په هکله شکایت کړی و او دا هم ممکنه ده، چې د ښاغلي بایډن نورو همکارانو هم هغه وخت ورته شکایتونه کړي و.
خپله ښاغلی بایډن په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د کمپاین همکارانو یې په اپریل میاشت کې وویل، داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.
دوی زیاتوي، ښاغلی بایډن بشپړ باور لري چې د دغې ښځې خبره باید واوریدل شي او له درناوي سره اوریدل شوې ده.
د بي بي سي نړیوالې څانګې خبریاله کاتي کای د دغې موضوع په تړاو په خپله شننه کې وايي کېدای شي دغه موضوع د جوبایډن پر ټاکنیز کمپاین اغېز وکړي، خو په وینا یې داسې خورا لږ احتمال شته، او لامل یې دا دی چې امریکایان د ښاغلي بایډن د (نامناسبو حرکتونو له عادته) خبر دي او دوی نوموړی خپل کاندید ټاکلی.
دغه راز نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له (مي ټو) کمپاینه یې زده کړل، چې وخت بدل شوی او په ماضي کې د ښځو پر اوږو، د دوی سرونو ښکولولو او داسې نورو حرکتونو ته اوس په ښه سترګه نه کتل کېږي او د ډېرو رایې ورکونکو لپاره دغه پیغام په یو ډول د بښنې غوښتلو معانا درلود او بسنه یې کوله.


















