امریکا وايي، اوکراییني ځواکونو د خپل هېواد په سویل کې 'پاموړ پرمختګ' کړی
- Author, لاورنس پېټر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو حکومت وايي، اوکراییني ځواکونو د خپل هېواد په سویل کې د روسي ځواکونو پر وړاندې 'پاموړ پرمختګ' کړی دی.
د امریکا ملي امنیت ویاند جان کیربي وايي، اوکراییني ځواکونو تېرو ۷۲ ساعتونو کې د زاپوریژیا سیمې په سویل کې دا لاسته راوړنې درلودې. بل لور د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا له سي این این خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، اوکراییني ځواکونه پرمختګ کوي، خو په وینا یې دا 'سخته جګړه ده.'
روسیې بیا ادعا کړې چې د اوکرایین شمال ختېځ کوپیانڅک ښار ته نژدې یې د ستراتیژیکو غونډيو کنټرول ترلاسه کړی دی. د یادونې ده، چې دا هېڅ یوه ادعا هم خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې.
د جان کیربي په وینا کېیف خپله منلې چې په سویل کې هغه پرمختګ چې هدف یې د کریمیا پر لور د روسیې ځکمنۍ لاره پرېکول دي، د تمې خلاف ډېر سوکه دی. نوموړی وايي: ''دوی د روسیې دویمې دفاعي کرښې پر ضد یو څه کامیابي موندلې ده.''
د روانې اونۍ په پیل کې اوکراییني پوځ ویلي و، په زاپوریژیا سیمه کې یې د روبوتین په نامه کلی نیولی دی.
د اوکرایین په شمال ختیځ کې بیا روسیې خپل ځواکونه د دې لپاره یو ځای کړي، چې د خارکایېف په ختیځ کې هغه سیمې بیا ونیسي چې اوکراییني ځواکونو ترې ازادې کړې وې.
اوکرایین له هغه وروسته پر روسي ځواکونو یرغلیز بریدونه پیل کړل چې په دا وروستیو کې یې له لوېدیځوالو متحدینو نورې پرمختللې وسلې ترلاسه کړې.
معترضینو ته توند ځواب
خو د اوکراییني ځواکونو پرمختګ سوکه دی او کیېف پرلپسې له ناټو سازمان غړو هېوادونو غواړي چې د ټانکونو، ماین پاکۍ وسائلو او جنګي الوتکو په ګډون نور عصري وسلې او تجهیزات ورکړي. دوی په دې لړ کې په ځانګړې توګه د امریکايي جنګي ایف-۱۶ ډوله الوتکو یادونه کوي.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر بیا پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې وايي اوکراییني ځواکونه سوکه پرمختګ کوي.
نوموړي پر پنجشنبه په اسپانیا کې د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل: ''زما وړاندیز به ټولو معترضینو ته دا وي، چې غلي شئ، اوکرایین ته راشئ او هڅه وکړئ که مو پخپله یو مربع سانتي متر (ځمکه) پخپله ازاده کړه.''
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین بشپړ پوځي یرغل اعلان کړ. روسیې له دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپو او د اوکرایین دونباس سیمې ډېرې برخې ونیولې.





















