پر کیېف د روسیې تازه بریدونه؛ دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

د کیېف چارواکي وايي، د روسیې شمال لوېدیځ کې د پسکوف ښار پر هوايي ډګر د ډرون برید وروسته، روسیې پر کیېف د ډرون الوتکو بریدونه کړي.
چارواکو زیاته کړې، د تېرې شپې راهیسې یې پر دغه ښار د روسیې له شلو ډېرې ډرون الوتکې او توغندي شنډ کړي، چې د عملیاتو پر مهال یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د کیېف ښاروال ویتالي کلیتشکو پر خپل ټلیګرام لیکلي، چې لږ تر لږه دوه کسان د توغندیو او ډرون الوتکو د شنډولو پر مهال وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.
د کیېف ښار نظامي ادارې پر خپل ټلیګرام لیکلي، دا برید له پسرلي راهیسې "تر ټولو قوي برید" دی.
بي بي سي په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه دي تایید کړي.
پر کیېف دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې تېره شپه د روسیې شمال لوېدیځ کې د پسکوف ښار پر هوايي ډګر د ډرون برید شوی و.
د روسي رسنیو رپوټونو کې راغلي و، دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځي ترانسپورتي الوتکو ته زیان اوښتی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې تاس خبري اژانس د بېړنیو خدماتو ادارې په حواله الوتکو ته د زیان اوښتلو رپوټ ورکړی دی.
دغه اژانس لیکلي "د ډرون د دغه برید پایله کې څلور اېل-۷۶ الوتکې ویجاړې شوې دي... اور ولګېد او دوه الوتکې پکې وسوځېدې."
د روسیې د ترانسپورت ادارې خبر ورکړی چې د روسیې شمال لویدیځ کې د پسکوف هوايي ډګر به د ملکي الوتنو پر مخ وتړي.
تر دې وړاندې د پسکوف سیمه ییز والي ویلي و، چې پوځ دغه برید یې شنډ کړی دی.
پسکوف د اوکرایین له پولې شاوخوا ۶۰۰ کلومتره واټن لري او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.
اوکرایین تر اوسه په دغه برید کې خپله ښکېلتیا نه ده تایید کړې.
کیېف اکثرآ د روسیې خاوره کې دننه پر بریدونو تبصره نه کوي.
خو باور دا دی چې دغه هېواد په دې وروستیو کې د روسیې خاوره کې دننه پر اهدافو د چاودېدونکو ډرونونو په وسیله بریدونه ډېر کړي دي.

د عکس سرچینه، TELEGRAM
له روسیې په تازه رپوټونو کې راغلي، روسیې اعاد کړې چې بریانڅک سیمه کې یې یو بل ډرون برید شنډ کړی دی.
د سیمې والي الکساندر بوګوماز ویلي، د تلویزیون برج ته څېرمه یې دغه سیمه کې دوه بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.
ښاغلي بوګوماز زیاته کړې، پېښه کې هېڅ زیان نه دی اوښتی او د ډرون الوتکو د راغورځېدو له امله لګېدلی اور هم مړ شوی دی.
د اوکرایین جګړې اړوند په نورو پرمختګونو کې روسيې ادعا کړې چې په تور سمندر کې یې د اوکرایین څلور چټکې بېړۍ ډوبې کړې چې شاوخوا ۵۰ پوځیان یې پکې سپاره وو.
کیېف ددغه خبر پخلی نه دی کړی.
روسي ځواکونو همدا راز د دغه هېواد په سویلي بریانڅک سیمه کې د دریو او په مرکزي اوریول سیمه کې د یوه اوکراییني ډرون د شنډولو خبر هم ورکړی دی.
روسي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو، چې د دغه هېواد بېلګورود سیمه کې د ډرون برید ۳ کسان وژلي دي.
تر دغه برید څو ساعته وړاندې د مسکو په مرکز کې هم د ډرون یو برید شوی و.
او تر دغو بریدونو څو ورځې مخکې بیا سېنت پېترزبورګ ښار ته نږدې د اوکرایین د چاودېدونکي ډرون په یوه برید کې د روسیې یوه اوږد واټنه بم غورځونکې الوتکه له منځه وړل شوې وه.


















