بریتانوي او جاپاني دیپلوماتانو له طالب چارواکو سره لیدنه کې 'د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر فعالیت ټينګار کړی'

د عکس سرچینه، Robert C Dickson
په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر روبیرت ډیکسن، چې له دوحې خپلې چارې تر سره کوي، کابل ته له تلو وروسته ویلي، دا لیدنه یې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د مثبت راتلونکي ملاتړ لپاره د بریتانیا ژمنتیا ښيي.
بل لور د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په یوه لیدنه کې د نجونو پر زدکړو او د ښځو د فعالیت پر اهمیت ټینګار کړی.
د یادونې ده، چې د بریتانیا سفارت چارسمبالي پرون او د جاپان سفیر نن کابل ته سفرونه کړي او دواړو لوړپوړو دیپلوماتانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.
ښاغلي ډیکسن له کابله ستنېدو وروسته د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، کابل ته د تلو هدف یې په اوسنیو شرایطو کې د مخکې تګ یوې لارې موندل و.
د رابرټ سي ډیکسن په وینا افغانستان اوسمهال په نړۍ کې له سختو بشري کړکېچونو نه له یوه تېرېږي، ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستې ته اړتیا لري، اقتصادي وضعیت خواشینونکی ښکاري، لامل یې د تېرې نژدې نیمې پېړۍ کړکېچ او وچکالي دي، چې اقلیمي بدلون لا پسې سخته کړې.
رابرټ، سي، ډیکسن وايي، طالبانو ورته ویلي د مخدره توکو مخنیوي، امنیت ټینګښت او فساد مخنیوي لړ کې یې پرمختګ کړی، خو نوموړی وايي، په زغرده یې طالبانو ته ویلي '' موږ د هغواقدماتو په هکله چې له ښځو او نجونو حقونه په تدریجي ډول اخلي، سخت اندېښمن یو.''
د ښاغلي ډیکسن په وینا په لیدنه کې موافقه وشوه چې داسې ځانګړي شریک اقدامات کېدای شي، چې د روغتیا او تعلیم برخې په ګډون بېلا بېلو برخو کې له افغانانو سره مرسته وشي.
نوموړی وايي، ''موږ به د افغان ښځو او نجونو وړتیا لرلو ته د لاسرسي لړ کې ټینګار ته دوام ورکړو او د طالبانو په ګډون له هر چا سره ګډ کار ته چمتو یو چې په افغانستان کې سوکالي او خوندیتوب رامنځته شي.''
نوموړي یادونه کړې، چې هېواد یې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې له افغانستان سره د بشري مرستې لړ کې له ۶۵۰ میلیونه ډالره ډېر لګښت کړی دی.

د عکس سرچینه، hafiz zia ahmed/twitter
په ورته مهال د افغانستان لپاره د جاپان سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په یوه لیدنه کې د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر فعالیت ټینګار کړی.
په پیغام کې راغلي، سفیر اوکاډا په دې لیدنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د دوه اړخیز باور رامنځته کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویندوی حافظ ضیا احمد هم په یوه ټویټر پیغام کې د ښاغلي اوکاډا له قوله لیکلي: ''د جاپان سفیر د نورو موضوعاتو يادونې تر څنګ وويل چې دوی له افغانستان سره د مخدره مواد، زدکړو، اقليم بدلون، اوبو مديريت، تاريخي اثارو، روغتيا او نورو برخو کې ښکیلتیا او د همکاريو پراختيا ته لېواله دي.''
ښاغلي ضیا وايي، د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې نړيوال بايد د امنيت ټينګښت، د مخدره توکو، زدکړو، د معتادينو درملنې، د روغتيايي خدماتو او نورو برخو کې لاس ته راوړنو سترګې پټې نه کړي.





















