په کابل کې د بریتانیا سفارت ساتونکي له لندنه نه ایستل کېږي

    • Author, کولم می
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
کابل بریتانیا سفارت

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، په کابل کې د بریتانیا سفارت دا تصویر په ۲۰۰۶ کال کې اخیستل شوی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفارت یو شمېر نیپالي ساتونکو ته ویل شوي دي چې له بریتانیا د شړلو چاره یې درول شوې ده.

دا ساتونکي چې د ''ګورکها'' په نامه یادېږي، په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا کې مېشت دي. پر هغه هوټل چې دا ساتونکي پکې مېشت وو، له یوې چاپې وروسته او د یو شمېر ګورکها ساتونکو له نیول کېدو وروسته داسې اسناد خپاره شول چې ګواکې دا ساتونکي به هند او نیپال ته واستول شي.

خو اوس د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی شړلو چاره یې درولې ده.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی د بي بي سي راډیو ۴ نړۍ نن شپه خپرونې سره د چهارشنبې پر شپه خبرو کې وویل: ''د دې ډلې ایستلو چاره تر بیا کتنې پورې درول شوې ده.'' د یادونې ده، چې یو شمېر دې کسانو ته د کورنیو چارو وزارت له لوري په بریتانیا کې د اوسېدو دائمي ویزې ورکړل شوې او یاد وزارت مخکې ویلي و چې د دې ډول ویزې لرونکي کسان له هېواده نه باسي.

په کابل کې د هغې ودانۍ ساتنې لپاره چې د بریتانیا او کاناډا سفارتونه پکې وو، ۱۳ تنه نیپالي ساتونکي په دنده ګومارل شوي وو.

تېره اونۍ ګهیځ وختي د لندن ختیځ له هغه هوټله له دې ډلې لس کسان لاس تړلي نیول شوي وو، چې دوی پکې مېشت دي. دې کسانو د هوټل په پخلنځي کې د افغان کډوالو لپاره خواړه چمتو کول.

دا کسان د لندن ګېټویک او هېتهرو هوايي ډګرونو ته نژدې توقیف ځایونو کې ساتل کېدل او په پام کې وه، چې د پنجشنبې ورځې په لومړنۍ الوتنه کې به واستول شي.

د حکومتي پرېکړې له بدلون وروسته له دې ډلې د ځینو مدافع وکیل جیمي بیل په دې هکله وايي، ډېر خوښ دی چې د دې کسانو بېرته استول پرېکړه بدله شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه هغه افغانان په سخته ګډوډۍ کې له کابله وایستل شول، چې له بریتانوي پوځ یا حکومت سره یې په افغانستان کې دنده درلوده.

هغه مهال په کابل کې د بریتانیا سفارت خپلې چارې وځنډولې او ټول دیپلوماتان یې له افغانستانه وایستل. اوسمهال د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د قطر په دوحه کې فعالیت کوي.