د جاپان ځانګړي استازي له طالبانو د "ښځو تحصیل" په اړه مالومات غوښتي

جاپان

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د حکومت لوړو زدکړو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د نجونو د لوړو زدکړو په برخه کې مالومات غوښتي دي.

دا خبره د طالبانو لوړو زدکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې.

د نوموړي د مالومات له مخې جاپاني استازي کانوشک ناګواکا چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا هم ورسره و، له مولوي نداء محمد ندیم کتلي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي ندیم د جاپان استازي ته مالومات ورکړي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې څه ډول مالومات ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او لوړو زدکړو له بندیز نه ډېر وخت تېر شو، خو د طالبانو حکومت ډېر وخت د دې "لنډ مهالي" بندیز یو له لاملونو د شرایطو نامناسبوالی بللی دی.

خو د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د جاپاني ځانګړي استازي خبرې داسې را اخیستې دي:

"د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي کانوشک ناګواکا او د یاد هېواد سفیر تاکاشي اوکاډا د افغانستان امنیتي حالت وستایه او ویې ویل چې اوس مهال په افغانستان کې د تحصیل او نورو برخو د پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې ده."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

لوړو زدکړو وزارت د نجونو زدکړو په تړاو ددې لېدنې ډېرې خبرې نه دې خپرې کړې او یوازې همدمره وایي: "د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي په تحصیلي ډګر کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او د ښځو د تحصیل په اړه یې معلومات وغوښتل."

طالبانو لوړو زدکړو وزارت دا هم وايي چې وزیر یې د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي نه له افغانستان سره د پوهنتونونو د ودانیو جوړولو، لابراتوارونو د تجهیز او استادانو د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

بل خوا افغان نجونې محصلانې د طالبانو حکومت پړ بولي چې دوی ته قانع کوونکی ځواب نه لري او بیا بیا ورسره کړې ژمنې ماتوي.

د ستارې په نامه یوې محصلې بي بي سي ته وویل، د تېرکال په څېر یې سږ کال هم په ضایع کېدو دی.

نوموړې زیاتوي: "تېر کال یې یوازې یوه میاشت درس ته پرېښودو او په بيړه یې ازموینې رانه واخستي او کورونو ته یې ولېږلو، سږ کال هم یو سمسټر ضایع شو، موږ هم غواړو چې خپلو هیلو ته ورسېږي او په یوه اسلامي ټولنه کې له ټولو دیني ازرښتونو سره سره سمې زدکړې وکړو."

له حامد کرزي سره د جاپاني استازي لیدنه

بل خوا پر همدې ورځ د جاپان ځانګړي استازي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره هم کتلي دي.

ښاغلی کرزی چې نژدې په هره لیدنه کې د نجونو د زدکړو خبره لومړی یادوي، له جاپاني استازي سره یې په لیدنه کې بیا د نجونو پر زدکړو ټینګار کړی.

حامدکرزي په ټویټر لیکلي چې په یاده لیدنه کې د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره د تعلیم پر ارزښت او اهمیت خبرې وشوې او هیله څرګنده شوه چې "د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت نوی مکتوب

د نجونو پر زدکړو د بندیزونو لېرې کولو دا غوښتنې داسې مهال کېږي، چې تازه د طالبانو لوړو زدکړو وزارت بیا په رسمي مکتوب کې له شخصي پوهنتونو غوښتي چې له نجونو زدکونکو ازموینې او د تحصلي دوري د مونوګرافونو دفاعیې په انلاین ډول ترسره کړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت بي بي سي ته د هغه مکتوب پخلی کړی چې مخکې پخ خواله رسنیو خپور شوی وو.

د محصلانو چارو معنیت نه خپاره شوې مکتوب کې راغلي: "ټول پوهنتونونه او د لوړو زدکړو موسیسې مکلفې دي چې د ښځینه محصلانو د مني ازموینې او د مونوګراف دفاعیې په دقت سره په انلاین ډول ترسره کړي."

مکتوب

د عکس سرچینه، Social media

په مکتوب کې دا هم راغلي چې د لیسانس دورې د وروستي سمسټر درسونه د وزارت له لارښوونې سره سم وروسته پوره کړي.

د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر میاشت کې تر بل امر پورې په ټولو دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.