کرېکټ: شري لنکا په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ۱۵۵ منډو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د شري لنکا کرېکټ ملي لوبډلې د دریو یو ورځنیو لوبو په دویمه سیالۍ کې افغانستان ته د ۱۵۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او په دې توګه یې دا لوبلړۍ هم ۲ - صفر وګټله .

ننۍ لوبه کې د شري لنکا لخوا د ۳۰۹ منډو ورکړ شوي هدف ته د رسېدو په هڅه کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځېده.

د افغانستان له اړخه یوازې ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړای شوه.

دوی دواړو نیمه سلیزې هم وکړې.

ابراهیم ځدراڼ په ۲۷م اوور کې په داسې حال کې د اوېشکا فېرنانډو په توپ د وېکټ ساتونکي کوسال مېنډس لخوا کېچ شو چې ۵۴ منډې یې کړې وې او د افغانستان رنزونه ۱۲۸ وو.

رحمت شاه بیا د ۳۰م اوور په لومړي توپ په داسې حال کې د هاسارنګا لخوا (اېل بي ډبلیو) اوټ شو چې د افغان لوبډلې منډې ۱۴۳ ته رسېدلې وې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رحمت شاه ۶۳ او ابراهیم ځدراڼ ۵۴ منډې وکړې

تر هغې وروسته یو افغان لوبغاړی هم میدان کې اوږد پاته نه شو او یو په بل پسې ژر وسوځېدل.

د افغانستان ۷ وروستیو لوبغاړو یوازې ۱۰ منډې اضافه کړای شوې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وانیندو هاراسانګا ۴ افغان لوبغاړي وسوځول - هغه په توپوهنه کې ۱۴ منډې هم کړې وې.

دا لوبه نن (د فبرورۍ ۱۱مه) د شري لنکا کينډي ښار پالیکلي لوبغالي کې کېده. د ننۍ لوبې بچه شري لنکا وګټله او لومړۍ یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان د لومړۍ لوبې پرتله څه ښه توپ اچونه پیل کړه او د سیالې لوبډلې د پیل لوبغاړي یې زر اوټ کړل خو ورپسې د شري لنکایي لوبغاړو له سلو د ډېرو منډو ملګرتیا او په ډګر ساتنه کې د افغان لوبغاړو لخوا لږ تر لږه د پنځو کېچونو خطا له شري لنکا سره د هدف په لوړولو کې مرسته وکړه.

شري لنکا د ټولو ۵۰ اورونو له لوبولو وروسته د شپږو لوبغاړو له اوټېدو سره د افغان لوبډلې پر وړاندې ۳۰۸ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري لومړۍ وېکټه عظمت الله عمرزي واخېسته، ورپسې فضل حق فاروقي بل لوبغاړی اوټ کړ. دریم سیال لوبغاړی قیس احمد، څلورم بیا عمرزي او پنځم کس یې نور احمد لکڼوال له ډګره بهر کړ، عظمت الله عمرزي په وروستي بال شپږم لوبغاړی هم اوټ کړ.

cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، عظمت الله عمرزي په ټوله کې نن درې وېکټې واخېستې

هغه په ټوله کې نن درې وېکټې واخېستې.

دا د لوبلړۍ د لومړۍ لوبې پرتله افغان لوبډلې ته کم هدف دی، او که افغان لوبغاړي حوصله وکړي دا منډې په ټاکلو ۳۰۰ بالونو د پوره کېدو دي.

د لوبې پچه شري لنکا ګټلې وه، د فرید احمد پر ځای قیس احمد لوبېږي

cricket

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان او شري لنکا تر منځ د دریو یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه نن (د فبرورۍ ۱۱مه) د شري لنکا کينډي ښار پالیکلي لوبغالي کې کېږي.

نن د دغې لوبې بچه شري لنکا وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه کړې.

افغانستان دغې لوبې ته خپله لوبډله کې یو بدلون راوستی.

د افغانستان په لوبډله کې نن د چټک توپ اچونکي فرید احمد پر ځای ورو بالر قیس احمد لوبې ته غوره شوی دی.

cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د شري لنکا پر وړاندې دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې لوبیدونکي افغان لوبغاړي

افغانستان له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه د ۴۲ منډو په توپیر کوربه شري لنکا ته بایللې وه، خو په شپږمه وېکټه د محمد نبي او عظمت الله عمرزي ملګرتیا ډېره ستایل شوې.

په دې لوبه کې د افغانستان له کمزوري پیل وروسته دغو دواړو الراونډر لوبغاړو سلیزې جوړې کړې او په شپږمه وېکټه یې له ۲۴۰ د ډېرو منډو د اوږدې ملګرتیا ریکارډ هم جوړ کړ.

دغې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۱۴۹ ناسوځېدلې او محمد نبي ۱۳۶ منډې وکړې.

د دوی ښې ملګرتیا د افغانستان د ګټلو هیلې هم ژوندۍ کړې خو لږ پاتې اورونو دا مزل سخت کړ.

دغې لوبه کې شري لنکا افغانستان ته د دریو وېکټو په سوځېدو د ۳۸۱ منډو ستر هدف ټاکلی و.

cricket

د عکس سرچینه، ACB

ننۍ لوبه دواړو لوبډلو ته مهمه ده، شري لنکا به د لوبلړۍ د ګټلو هڅه کوي، خو افغانستان به هڅه کوي د دې لوبلړۍ لومړۍ بریا خپله کړي.

که افغانستان ننۍ لوبه وګټي درېیمه لوبه به د جام خپلولو لپاره برخلیک ټاکونکي او له ولولو ډکه وي.

د دواړو لوبډلو تر منځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۴مه (چارشنبې) ورځ په همدې لوبغالي کې پلان ده.