د مرسل نبي زاده مور: د پاتې اولادونو خوندیتوب ته اندېښمنه یم

مرسل نبي زاده

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده مور شاکره فقیرزۍ وايي، د لور له مړینې وروسته یې د یوازینۍ پاتې شوې لور او ټپي زوی خوندیتوب ته اندېښنه کوي.

آغلې فقیرزۍ بي بي سي پښتو ته د خپلې وژل شوې لور(مرسل نبي زاده) د مړینې کیسه کړې. وایي، دې پېښې دومره وېرولي چې، اوس یې کور کې پاتې یوازینۍ لور د کور پیره کوي.

د هغې په ټکو:" د کور پورته پوړ کې ویده وم، چې په ډزو او چیغو راويښه شوم، خونې ته چې ورننوتم لور مې په وینو کې پرته وه، ما چې راپورته کړه زما په غېږ کې یې ساه ورکړه، دوه ډزه، یو په زړه او بل په لاس لګېدلې وه، پر زړه ژور ټپ یې دومره وخت را نه کړ چې تر روغتونه یې ورسوم."

د مېرمن نبي زاده مور وايي: " پېښه کې مې کشر زوی چې اوولس کلن و ټپي شوی، هغه خپلې خور سره یو ځای په خونه کې ویده وو. او د کور یو ساتونکی چې د مرسل موټر چلوونکی هم و وژل شوی."

د مرسل مور په وینا، په کور کې یې د وژل شوې لور مرسل او ټپي زوی په ګډون یو آشپز، ساتونکی او د شبنم په نامه یوه بله واده کړې لور چې په کور کې ورسره یو ځای ده اوسېږي.

له پېښې وروسته د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي و "د پېښې په شپه د آغلې نبي زاده په کور کې مېلمانه هم و چې بیا همغه شپه ناوخته دا پېښه رامنځته شوه."

د نوموړې خور شبنم نبي زاده ستانکزۍ وايي، پېښه د یکشنبې پر ورځ د جنورۍ په ۱۵مه په ځايي وخت سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوه د هغې په خبره: "د ډزو غږ سره سم راویښ شوو، لاندې پوړ ته راکوزه شوم ټولې دروازې خلاصې پاتې وې، د مرسل د خونې، د انګړ او د دهلېز. مېلمانه هم وتلي وو هېڅ څوک نه وو، او د ساتونکي مړی د دروازې مخکې ته پروت وو چې په ګولیو لګېدلی و."

Kabul

د عکس سرچینه، SM

د مرسل نبي زاده مور هم بي بي سي پښتو سره خبرو کې د پېښې پر مهال خپل کور کې د مېلمنو شتون تاییدوي او وايي: "اته نهه کسان وو خو نه مو پېژندل چې څوک وو، یوازې دومره خبر وو چې د مرسل د ګارډ/ساتونکي او موټر چلوونکي دوستان دي."

نوموړې همدار زار زیاتوي: " اکثر مونږ د مرسل په کار پورې تړلي مېلمنو نه خبرېدو چې څوک ځي او څوک راځي، ځکه زمونږ د کور د درې پوړیزې ودانۍ لاندې پوړ کې د مېلمنو خونه وه مېلمانه به ورته راتلل او بېرته به ترې وتل او د پخلې چارې یې هم آشپز ته ور له غاړې وې.

د مېلمنو له راتګ به یوازې وکیله صیب خبرېده او دا په هغې پورې تړلې چارې وې چې مونږ ته یې د دې حق نه راکاوه لاسوهنه پکې وکړو یا یې له هر څه خبر شوو."

د آغلې مرسل د کورنۍ له خوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د دروازې دغه ساتونکی چې لږ تر لږه اته کسه مېلمانه یې راوستي وو شاوخوا یوه میاشت وړاندې تازه په دغه دنده ګومارل شوی و او د خپلوۍ هېڅ ډول اړیکه یې ورسره نه وه.

تر دې وړاندې رپوتونه وو چې آغلې مرسل د سیاسي ژوند سربېره ځینې شخصي ستونزې هم لرلې.

داسې رپوټونه هم شته چې مېرمن نبي زاده واده شوې وه چې شاخوا اته کاله وړاندې له خپل خاوند بېله شوې وه او وروستیو کې یې د مېړه د مړي او ژوندي هېڅ مالومات نه وو.

خو کورنۍ یې بي بي سي سره په خبرو کې و نه غوښتل چې د مرسل د شخصی ژوند په اړه وغږېږي.

خو خور یې شبنم د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له دې مخکې یې وژل شوې خور کله ګواښل شوې وه که نه، وویل:

" نه هېڅ کله ترې مونږ داسې څه نه و اورېدلي خو که د افغانستان عمومي فضا ته وګورو نو هېڅوک خوندي نه دي."

مرسل نبي زاده

د عکس سرچینه، Getty Images

د مرسل کورنۍ په دغه پېښه کې د شخصي تربګنۍ او دښمنۍ خبره ردوي او وايي، داسې څه نه دي تېر شوي چې څوک دې ورسره شخصي دښمني ولري او نه یې په چا شک راځي خو وايي، لور ته یې عدالت غواړي او پر طالب چاوراکو غږ کوي چې ډېر ژر دې عاملین پیدا او قانون پرې پلي کړي.

طالبانو چې له پېښې وروسته یې پلټنې پیل کړې وې دې برخه کې د پرمختګ په اړه څه نه وايي، خو وايي پلټنې یې روانې دي.

د مرسل نبي زاده وژنه په کور دننه سربېره په نړیواله کچه هم غندل شوې ده او دا یې یوه ستره ضایعه بللې.

د امریکا چارسمبالې سفیرې کرن ډیګر د آغلې نبي زاده د وژل کېدو پېښه کې د عدالت په پلي کولو ټینګار کړې او د عاملینو محاکمه یې غوښتې.

د بښنې نړیوال سازمان هم دغه پېښه غندلې او پر خپله ټوېټر پاڼه یې د مرسل نبي زاده د ویډیو په خپرولو سره هغې او نورو افغان ښځو ته د عدالت غوښتنه کړې.

د کاناډایي رسنیو د رپوټونو له مخې، د کاناډا پارلمان یوې ډلې هڅه کوله آغلې مرسل نبي زاده له افغاستانه خوندي ځای ته وباسي.

د دغو رسنیو په خپرو شویو رپوټونو کې راغلي چې، یادې ډلې غوښتل د پارلمان اته غړي چې اوس هم په افغانستان کې دي له دغه هېواده بهر کړي چې یوه یې آغلې مرسل وه.

۲۹ کلنه مرسل نبي زاده چې درې وروڼه او یوه خور یې لرله د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې وه، چې وروستیو کالونو کې د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې اوسېده.

د مرسل دوه وروڼه له هېواده بهر او یو خور او ورور یې په کور کې ورسره وو.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا د ولسي جرګې لومړنۍ غړې ده چې د نامالومو کسانو له خوا وژل کېږي.