افغانستان کې د هدفي وژنو ډېرېدل

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د هدفي وژنو ډېرېدل
د خپرېدو وخت

وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي، چې په ځینو کې یې د پخواني حکومت چارواکي او کارکوونکي په نښه کېږي. دې لړ کې نن یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) د افغانستان د مخکني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازې 'مرسل نبي زاده' کابل کې وژل شوې ده.

طالبان وايي دا د نامالومو وسله والو کار دی. دغه ډول پېښو افغانستان کې د نا امنۍ زیاتي کړي او په دې تړاو یې پوښتنې راولاړې کړي، چې ولې یې د طالبانو حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په دې اړه مو پخوانۍ ولسي جرګه کې د کابل د خلکو له استازې شینکۍ کړوخېل سره خبرې کړي دي.