ايران کې د افغان کډوالو ځورول: طالبانو يې سفير ته شکايت کړئ
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل کې یې ایراني ديپلوماتان ورغوښتي و او د هغه څه له امله یې ورته شکایت کړی چې ایران کې د افغان کډوالو د ربړونې او ځور پیښې بلل شوي.
په وروستیو ورځو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کیږي او تنکي ځوانان وهل او کړول کیږي.
د دغو ویډيوګانو خپلواک پخلی نه دی شوی خو د افغانانو پراخ غبرګونونه یې پارولي. ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. د ۲۰۲۰ کال په جون کې هم د ایراني پولیسو په ډزو کې د افغانانو یو موټر په نښه کړی و چې درې تنه افغانان پکې سوځېدلي وو.