اسکار جايزې ته نوماند فلم: د يوه افغان کډوال ماشوم کيسه کوي

د ویډیو تشریح، اسکار جايزې ته نوماند فلم: د يوه افغان کډوال ماشوم کيسه کوي
د خپرېدو وخت

فلم جوړونکی یوناس پوهر راسموسن ۱۵ کلن و چې په ډنمارک کې، یوه لرې پراته کلي ته یې یو افغان تنکی ځوان ورغی.

د کلي په ځوانانو کې یې اوازه خپره شوه چې دی له خپل هېواد تېښتې ته اړ شوی او ټوله کورنۍ یې وژل شوې.

راسموسن چې اوس د ۴۰ کالو دی وایي، دغه افغان هلک یې ملګری شو او زده کړې یې وکړې خو هېڅکله یې راسموسن ته خپله دردونکې کیسه و نه کړه خو بیا یو څه وشول او امین نوابي پرېکړه وکړه چې خپل رازونه له نورو سره شریک کړي.

کیسه یې اوس په فلم بدله شوې.