بلخ کې د نجونو زدکوونکو احتجاج؛ طالبانو یې مخه نېولې

د عکس سرچینه، Balkh uni student
د افغانستان شمال کې د بلخ پوهنتون یو شمېر ښځینه زدکوونکو کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز برید غندلو لپاره لاریون پیل کړی و خو طالبانو یې مخه نیولې.
د پوهنتون ښځينه زده کوونکو نن "دوشنبه" سهار په مزار شریف ښار کې د لاریون چمتووالی نیولی و خو د لاریون په لومړیو شېبو کې طالبانو تیت او پرک کړي او مخه یې نېولې.
د بلخ پوهنتون ځینو ښځینه محصلانو چې د دغه لاریون کډونوالې هم دې، بي بي سي ته ویلي، طالبانو یې پر لاریون ډزې کړي او ټولې لاریونیانې یې ترهولي او تیت او پرک کړې یې دي.
یو محصله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي :"د لاریون د پیل څو شېبو کې شاوخوا ۳۰ نجونې راټولې شوې، غوښتل مو د بلخ له پوهنتونه ښاري محکمې پر لور خپل اعتراض وغځوو خو طالبانو پر موږ ډزې وکړې او لاریون یې ودراوه."
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د لاریون مخنیوي تاییدوي خو وايي، ځکه یې دا کار کړی چې لاریون کوونکو د خوندیتوب لپاره یې ورته سیمې ځانګړې کړې وې خو كدوی هڅه کوله نورو سیمو ته لاریون پراخ کړي."
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي وېب پاڼې ته خبرو کې ویلي:" بلخ کې مو لاریون کوونکو ته ساحې ټاکلې وې، خو کله چې لاریون پیل شو غوښتل یې له ټاکلو ساحو لایون نورو ساحو ته وغځوي نو امنیتي ځواکونو د دې لپاره مخنیوي وکړ، چې د ښار د خلکو د اذیت سبب نه شي."
لاریون کوونکو د "د شیعه ګانو ټولوژنه بس کړئ" او "زده کړې زموږ حق دی" شعارونه په بنرونو کې چاپ کړي و او غوښتل یې له دغې لارې خپل غږ او اعتراض پورته کړي.
دغه محصله طالبان تورنوي چې له ډزو وروسته یو شمېر لاریون کوونکې نیولي او ځان سره یې بیولي دي خو طالبان یې ردوي.
له دې وړاندې هم هرات او بامیانو کې د پوهنتون لسګونه نجونې زدکوونکې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید غبرګون کې لاریونونه پیل کړي و.
خو دغه احتجاجونه هم د طالبانو په ډزو تیت او پرک شوي و او مخه یې نیول شوې وه.
د تېرې (جمعه) پر ورځ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د (کاج) په نامه یوه ښوونیز مرکز کې د ازموینې پرمهال ځانمرګی برید وشو چې په کور دننه او بهر سخت غندل شوی.
د یوناما تازه شمېرې ښيي چې په دغه برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي چې ډېری قربانیان يې تنکۍ نجونې دي.
یوناما همدا راز ویلي، د دې شونتیا شته چې د برید قربانیانو شمېر نور هم پسې لوړ شي.





















