هرات او بامیانو کې د نجونو زدکوونکو اعتراض؛ "زدکړې زموږ حق دی"
د افغانستان لوېدیځ هرات او مرکزي بامیانو ولایتونو د پوهنتونونو لسګونه نجونو زدکوونکو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریونونه کړي.
دوی د "زدکړه زموږ حق دی، ټولوژنه ودروئ" شعارونه ورکول.
دې زدکوونکو له پوهنتون نه د هرات د والي د دفتر پر لور خپل اعتراض غځولی دی.
د تېرې جمعې په ورځ د کابل دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۳ تنه ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول، چې ډېری قربانیان یې نجونې وې.
هرات کې ځینې خبریالان وايي، هرات ښار کې نجونو وروسته تر هغه لاریون وکړ چې طالبانو د پوهنتون دروازه وتړله، اعتراض کوونکو نجونو د دروازې قلف مات کړ، بهر ته واټونو ته راووتلې خو په هوايي ډزو تیت او پرک کړل شوې.
تر اوسه ددغو اعتراضونونو او د پوهنتون د دروازې تړل کېدو په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
تېره ورځ (شنبه) هم د جمعې ورځې برید کې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون نجونو زدکوونکو د وژل کېدو په اعتراض د کابل دوو سیمو کې اعتراضیه غونډې کړې وې.
دوی د هزاره توک د ټولوژنې درولو شعارونه ورسره لېږدول.
دا برید په کور د ننه او بهر په کلکو ټکو وغندل شو.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو په تېر کې د (اسلامي دولت) نومې "داعش" خراسان ډلې پر تعلیمي مرکزونو او جوماتونو د ورته بریدونو مسؤلیت منلی و.






















