د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنۍ بایډن ته: د افغانانو کنګل شوې پیسې ازادې کړئ

Image shows President Joe Biden

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د نږدې ۸۰ قربانیانو کورنیو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغانستان بانک د کنګل کړې شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه واخلي او دا پیسې بېرته افغانانو ته ورکړي.‌

دوی ولسمشر بایډن ته یوه لیک کې لیکلي "د سپتمبر یوولسمې کورنیو قضایاو لپاره د دغو ۷ میلیارد ډالرو هر راز کارول له قانوني‌ اړخه مشکوک او له اخلاقي اړخه ناسم دي."

په دې لیک کې زیاته شوې چې دا پیسې د افغانستان د خلکو اړوندې دي او افغانان ورته اوسمهال تر دوی ډېره اړتیا لري.‌

د دغه لیک جزیات پولېټیکو امریکایۍ رسنۍ خپاره کړي او لیکلي یې دي چې دا لیک د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار ته استول شوی دی.

په لیک کې زیاته شوې "د سپټمبر ١١مې بریدونو په ګډون د ترهګرۍ قربانیان د خپلو حقوقو د پوښتنې حق لري، خو د هغو پیسو حق ځان ته نه ورکوي، چې قانوناً د افغانانو دي."

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بايډن څه موده وړاندې د یوه اجرایي فرمان په صادرولو سره وویل چې د دوی لخوا د افغانستان بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني به په دوو مساوي برخو تقسیم او سمې نیمې یې (درې نیم میلیارد ډالر) د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ورکړ شي.‌

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې اقتصادي ستونزې خورا ډېرې دي او د طالبان حکومت په بیا بیا له امریکا غواړي چې کنګل شوې پېسې ازادې کړي.

په دې تړاو د دواړو خواو ترمنځ قطر او ازبکستان کې خبرې هم شوې وې.

د بلخ په ګډون یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې شوې.

د عکس سرچینه، Bakhter news

د عکس تشریح، د بایډن لخوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشل کېدو فرمان خلاف لاریون

خو تازه امریکايي چارواکو وویل روانه میاشت کابل کې د دوی د بې پیلوټه الوتکې یوه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژلو وروسته له طالبانو سره د دغو پیسو په اړه خبرې ځنډولې دي.

دغه چارواکي زیاتوي د ولسمشر جو بایډن ادارې پرېکړه کړې چې امریکا کې د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارد ډالر به نه ازادېږي.

پولیټیکو ويلي د سپمبر ۱۱ مې د قربانیانو ځینې کورنۍ لا هم دا پیسې غواړي او استدلال کوي چې د افغانستان خلکو د طالبانو پر وړاندې د جګړې په بایللو سره د دغو پیسو د ترلاسه کولو حق هم بایللی دی.

دا امریکایۍ رسنۍ زیاتوي چې د دغو پېسو په تړاو د ولسمشر بایډن له اجرایيي فرمان وروسته د قربانیانو د کورنیو ترمنځ پر دې هم لانجه ده چې څوک، ولې او د څومره پېسو مستحق دي.