پر ایمن الظواهري برید؛ امریکا د افغانستان ۷ میلیاردو ډالر کنګل شوې پانګه 'نه خوشې' کوي

د عکس سرچینه، AFP
امریکايي چارواکي وايي، د ولسمشر جو بایډن ادارې پرېکړه کړې چې امریکا کې د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارد ډالر به له کنګله راونه باسي او کابل کې یې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژلو وروسته له طالبانو سره ددغو پیسو په اړه خبرې ځنډولې دي.
"وال سټریټ ژورنال" په یوه مطلب کې لیکلي، دا پرېکړه به په افغانستان کې د طالبانو له مشرانو سره د امریکا پر خبرو او په دې هېواد کې له لوږې سره د مخامخېدونکو میلیونونو افغانانو د کړاو په اړه منفي اغېز وکړي.
تېر یو کال افغانستان کې د طبیعي افتونو سربېره د لوږې او وچکالۍ کال و، خو وروستیو کې بیا سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه واړول.
د روان کال لومړیو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړی و.
د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ویشل کېږي.
په افغانستان کې مو د طالبانو له حکومته ددغه رپوټ په اړه غبرګون وغوښت، خو ددې رپوټ تر خپرېدو یې ځواب را نه کړ، مګر مخکېنیو ورته رپوټونو ته یې غبرګون کې ویلي وو چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او باید امریکا یې افغانستان ته ورکړي.
ټاکلې وه د دغو پېسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړ شي او پاتې نیمې د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
دغه قضیه د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د طالبانو خلاف ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.
وړاندې یو شمېر لوېدیځو رسنیو ويلي وو د امریکا حکومت پلان لري چې دغه هېواد کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ میلیار ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نیمه برخه ازاده کړي.
د ایمن الظواهري په نښه کېدل
د تېرې میاشتې وروستیو کې د امریکا څارې ادارې اېف بي ای یوې بې پیلوټه الوتکې د کابل په زړه کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه کور کې په نښه کړ.
د نوموړي له وژل کېدو وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې ګنې دې پېښې د طالب مشرتابه ترمنځ ژور اختلاف رامنځ ته کړی دی.
د لوېدیځ دا وېره هم په ډېرېدو شوه چې ښایي له افغانستانه د نړیوالې ترهګرۍ فعالیتونه یوځل بیا پیل شي.
خو طالبانو په یوه غبرګون کې وویل، چې دوی کابل د ایمن الظواهري په موجودیت نه وو خبر.
جو بایډن الظواهري د زرګونو امریکایانو قاتل وباله او ویې ویل چې په وژلو سره یې عدالت تامین شوی دی.
بایډن وویل "زموږ استخباراتو د روان کال لومړیو کې د الظواهري د ځای ځایګي پته ولګوله - هغه د خپلې کورنۍ له نږدې غړو سره یو ځای کېدو لپاره کابل ته تللی و. د هغه د ځای په اړه پر روښانه او قانع کوونکي شواهدو له غور وروسته مې د جګړې له ډګره د تل لپاره د هغه د محوه کولو د دقیق ګوزار اجازه ورکړه."
د امریکا ولسمشر خپله وینا کې د طالبانو هېڅ یادونه ونه کړه او دا یې هم ونه ویل چې ایا طالبان کابل کې د الظواهري پر شتون خبر وو، که څنګه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې دا برید د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه ده او د تېرو ناکامو تجربو تکرارول دي.
هغه لیکلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان او امریکا د ګټو په زیان دي او شته فرصتونو ته هم تاوان رسوي.
طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې القاعده شبکې او نورو ترهګرو سازمانونو ته به افغانستان کې د حضور او له دغه هېواده چا ته د ګواښ پېښولو اجازه نه ورکوي.




















