د امریکا دفاع وزارت: له القاعدې سره د طالبانو اړيکي نه دي بدل شوي

طالبان
د خپرېدو وخت

د امريکا کانګرېس ته د دغه هېواد دفاع وزارت وړاندې شوي درې مياشتني رپوټ کې راغلي چې القاعدې سره د طالبانو اړيکي د افغان حکومت له پرځېدا وروسته نه دي بدل شوي.

رپوټ وايي، شونې ده چې طالبان د امريکا د غبرګون مخنيوي لپاره له القاعدې وغواړي چې د امريکا او يا هم د امريکا د متحدينو موخې په نښه نه کړي، ځکه دا يې اوسنى واک له خطر سره مخ کولى شي.

رپوټ کې همداراز د دفاعي استخباراتو ادارې په وينا راغلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دوى پر چلند د پاکستان اغېز ښايي ځکه تت شوى وي، چې دغه ډله نور پاکستان کې پر خوندي ځايونو تکيه نه ده.

خو رپوټ وايي پاکستان ښايي هڅه کوي له طالبانو سره افغانستان کې د خپلو موخو لپاره ښه اړيکي وساتي.

رپوټ افغانستان کې د هند اغېز کمول، د پاکستاني اورپکو پر وړاندې مقابله او خپلې خاورې ته د بې ثباتۍ د غځېدو مخنيوى د پاکستان له موخو ياد کړي.

دا ډول رپوټ هرو دريو مياشتو کې له امريکا بهر د دغه هېواد د پوځي عملياتو او فعالياتونو په تړاو کانګرېس ته وړاندې کېږي.

یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ګډون ګڼ چارواکي تل ټینګار کوي چې القاعده شبکه یې افغانستان کې له پښو غورځولې او له هغه ځایه امریکا ته کوم ګواښ نشته.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ ۲۹ د سولې تړون له مخې دا ډله د القاعده او داعش په څېر له "ترهګرو" ډلو سره اړیکي ختموي.

طالبانو د امریکا دفاع وزارت د تازه رپوټ په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا ډول رپوټونه رد کړي دي.

مخکې هم ځینې امریکايي ادارو د طالبانو او القاعده ډلې تر منځ د اړیکو شتون یادونه کړې، خو د امریکايي ادارو د دغه ډول رپوټونو په غبرګون کې طالبانو بیا بیا ویلي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د امریکا او افغانستان په ګټه یې بولی