امریکایي استخبارات: القاعده یو یا دوه کالو کې د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښ پېښولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، القاعده شبکه د یو یا دوه کلونو په موده کې د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښ پېښولی شي.
دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د القاعدې د بیا منظمېدو نښې نښانۍ وار د مخه راڅرګندې شوې دي.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مرستیال ډېوډ کوهن د ملي امنیت یوې غونډې ته وویل: "موږ ځینې لومړني علایم لیدلي. داسې ښکاري چې القاعده بېرته افغانستان ته راځي. خو لا هم لومړۍ ورځې دي او موږ پرې نظر ساتو".
همدې غونډې ته د امریکا د پوځي استخباراتو ادارې غړي جنرال سکاټ بیریئر هم وینا وکړه او ورته خبرداری یې ورکړ.
نوموړي وویل: "د اټکل له مخې القاعده کولی شي چې د یو یا دوه کالو په موده کې دومره ځواکمنه شي چې د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښنه وکړي".
یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ګډون ګڼ چارواکي تل ټینګار کوي چې القاعده شبکه یې افغانستان کې له پښو غورځولې او له هغه ځایه امریکا ته کوم ګواښ نشته.
ولسمشر بایډن ویلي، افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت تر ټولو مهم هدف هم د القاعدې شبکې ځپل وو.
نوموړي پر همدې اساس له افغانستان د پوځیانو د ایستلو پرېکړه عملي کړه او تل یې د دې ګام دفاع کړې ده.
د امنیت شورا خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کې یوه ژمنه دا شوې چې طالبان به هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا یا بل هېواد پر ضد وکاروي.
خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کومېټې خپلو تېرو دوو کلنیو رپوټونو کې تور لګولی چې طالبان لا هم القاعدې سره نږدې اړیکې لري.
د دې ادارې په وروستي رپوټ کې ویل شوي چې دا اړیکې ان د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون وروسته هم پر ځای وې.
د امنیت شورا وایي، القاعده په ځانګړې توګه د حقاني شبکې سره بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري کوي.
خو طالبانو د امنیت شورا دا رپوټونه رد کړي او وایي، القاعده شبکه دا مهال افغانستان کې شتون نه لري.
طالبان همدا راز ټینګار کوي چې د دوحې تړون ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.





















