افغانستان کې د راتلونکي حکومت او سیاسي جوړجاړي په اړه خبرې روانې دي

د عکس سرچینه، Qureshi
پر افغان پلازمېنه کابل د طالبانو د ولکې پر دریمه ورځ لا هم په دې هېواد کې د سیاسي جوړجاړي او راتلونکي حکومت یا نظام د څرنګوالي په اړه خبرې اترې روانې دي.
دوشنبه ناوخته طالبانو ته نږدې سرچینو وویل، د دې ډلې د سیاسي دفتر غړی امیر خان متقي کابل ته تللی او یو شمېر افغان سیاستوالو سره یې کتلي دي.
د (نن ټکی اسیا) ورځپاڼه وایي، ښاغلي متقي پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عاليشورا مشر عبدالله عبدالله او همدا راز د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار سره کتلي دي.
د طالبانو کوم ویاند تر دې دمه رسماً کابل ته د امیر خان متقي تلل نه دي تائید کړي.
په ورته مهال د افغان سیاستوالو یوه ډله اسلام اباد کې ده او تمه کېږي چې هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر روان وضعیت او راتلونکي سیاسي جوړښت خبرې کوي.
په دې ډله کې یونس قانوني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، میر رحمان رحماني او ځینې نور شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پرون دوشنبه د افغان سیاستوالو دې سره کتلي دي.
ښاغلي قریشي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، پاکستان په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت غواړي او د یو سیاسي جوړجاړي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د کرزي او عبدالله هڅې

د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK
په ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړی چې هېواد کې د ثبات او سیاسي جوړجاړي لپاره یې طالب مشرانو سره خبرې روانې دي.
ناتائید شویو رپوټونو کې دا هم ویل کېدل چې دوی دواړه ښایي طالب چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.
خو سه شنبه سهار ځینو افغان رسنیو لیکلي چې دا سفر د اوس لپاره ځنډېدلی دی.
بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په اړه دیپلوماتیکو خبرو لړۍ روانه ساتلې ده.
نوموړي دې لړ کې د پاکستان او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو او همدا راز د ناټو او اروپایي ټولنې له چارواکو سره خبرې کړې دي.

















