پر کابل د طالبانو ولکه؛ چین د 'دوستانه' اړیکو لپاره چمتو دی

د عکس سرچینه، Chinese Foreign Ministry
د طالبانو له لوري د افغان پلازمېنې کابل د کنټرول ترلاسه کولو وروسته د چین حکومت یوې ویاندې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چین چمتو دی چې له افغانستان سره 'دوستانه او د همکارۍ ' اړیکې ولري.
په افغانستان کې د چین سفارت وايي، دوی داسې کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی، چې دا وروستیو کې افغانستان کې کوم چینايي وګړي ته زیان رسېدلی وي.
دې سره چین سفارت په افغانستان کې له مېشتو چینایانو غوښتي چې له مېشت ځایونو بهر نه شي او که مرستې ته اړتیا لري، په بېړنیز حالت کې د ځانګړو ټیلیفوني شمېرو له لارې باید اړیکه ټینګه کړي.
د سویلي چین مارننګ پوسټ (ایس سي ایم پي) ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، بیجینګ له افغانستانه د چینايي وګړو ایستلو هېڅ پلان نه لري. د ورځپاڼې په وینا دا ښيي چې 'سفارت له طالبانو سره په اړیکه کې دی. '
د چین بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ نن دوشنبه رسنیو ته وویل، اوسمهال کې '' چین د افغانانو خوښې او هیلو ته درناوی کوي. ''، خو په وینا یې چینايي چارواکي '' په پرلپسې توګهحالت څاري. ''
بل لور د نېشنل ګلوبل ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چین به له افغانستان سره پر پوله د شینجیانګ پر (سیمه) په ځانګړې توګه د هغه ځای د وضعیت د اغېز مخنیوی وکړي. ''
په چین کې دننه بیا د افغانستان تازه وضعیت د رسنیو د سر موضوع. ده او د رسنیو ډېر تمرکز پر دې دی چې څنګه افغانان محسوسوي چې امریکایانو خیانت ورسره کړی.
چینايي رسنۍ د سپینې ماڼۍ مخې ته د احتجاجونو تصویرونه خپروي او ډېری یې پر دې غږیږي چې ولسمشر جو بایډن ان یوه میاشت مخکې د اوسني وضعیت په ارزونه کې پاتې راغی.
د چین دولتي ټلویزیون له لوري د امریکايي فلم 'کورته نن د یوه سپي د ستنېدو لار ' خپرولو په هکله بحثونه تاوده دي.
د ګلوبل ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، ډېری په دې اند دي چې دا ښيي چې چین له افغانستانه د امریکایانو وتلوته په څه نظر ګوري. د چینايي خواله رسنۍ،وېبو، یوه کارن له قوله لیکلي:
''کورته نن د یوه سپي د ستنېدو لار... افغانستان کې د امریکا سفارت کور ته پر لار دی. ''




















