امریکا سفارت: طالب مشران بايد د خپلو وسله والو د جنايتونو مسوليت پر غاړه ولري

;hfg

د عکس سرچینه، US Embassy Kabul

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د امريکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د کندهار په سپين بولدک کې طالبانو د "غچ اخيستلو په موخه يو شمېر ملکيان وژلي" دي چې په وينا يې دغه وژنې کېدی شي جنګي جرمونه وګڼل شي.

د امريکا سفارت وايي دغه پېښې بايد وڅېړل شي او هغه طالب وسله وال او قومندانان چې په کې لاس لري مسول وبللی شي.

د امريکا سفارت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دوې ورځې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيون د روان ۲۰۲۱ کال لومړۍ نيمايي کې د افغانستان جنګ جګړو کې ملکيانو ته د اوښتې مرګژوبلې راپور خپور کړی و.

دغه کميسيون ويلي وو چې، د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو پرتله د سږ کال په شپږو میاشتو کې د ملکیانو په تلفاتو کې ۸۰ سلنه لوړوالی راغلی او تر ډېره يې پړه پر طالبانو اچولې وه.

د کندهار په سپين بولدک کې د بشري سرغړونو په اړه د افغانستان بشري حقونو خپلواک کميسيون خپاره شوي راپور کې راغلي چې طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ له نيولو وروسته يو شمېر پخواني او اوسني حکومتي کارکوونکي له کورونو ايستلي او وروسته وژلي دي.

وسله والو طالبانو د امریکا سفارت د دې وروستۍ اعلامیې په هکله غبرګون نه دی څرګند کړی، خو له دې مخکې یې سپین بولدک کې د ملکي خلکو قصدي وژنې تورونه په کلکه رد کړي دي.

لښکرګاه ښار او د هرات دروازو کې جګړه؛ ګڼ ملکیان بې ځایه شوي

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لوېدیځ ته هرات ولایت کې چارواکي وايي، د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د هرات ښار دروازو کې جګړه دوام لري او د دغو جګړو له کبله ګڼ شمېر ملکي کسان بې ځایه شوي دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته ویلي، د هرات ښار د څنډو په پښتون پول، مالان پول او غیبتان سیمو کې لا خورې ورې نښتې روانې دي.

د نوموړي په وینا، تېره شپه دغو سیمو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې طالبانو ته "درنه مرګژوبله" اوښتې ده.

هغه زیاتوي، طالبانو تېره شپه بیا هڅه وکړه چې له دغو لارو ښار ته ننوځي خو د ولسي او منیتي ځواکونو لخوا ماتې سره مخامخ شول.

هغه تېره یوه شپه ورځ کې نږدې ۱۰۰ طالبانو ته د مرګژوبلې اوښتلو ادعا کوي.

د هرات د والي ویاند وايي، دغه ښار کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي، ځانګړو ځواکونو عملیات پیل کړي او ولسي پاڅونوال هم د ښار دفاع کوي.

د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې هرات ښار ته یې ۳۰۰ تازه دم ځانګړي ځواکونه استولي.

هغه وویل دا د پاکستازۍ عملیات ځکه پڅ خو دقیق پر مخ روان دي چې طالبانو د خلکو کورونو کې پنا اخیستې ده.

د نوموړي په وینا، له همدې کبله ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پرېیښي او هرات ښار ته وتلي دي.

د هرات د والي ویاند وايي، پرون د طالبانو بریدونو کې ۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ ټپي دي.

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې سره د هرات د نظامي همغږۍ شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دغه ښار په شمال، اوومه، څلورمه، دویمه، دریمه حوزه، انحیل، کبابیانو کلي، او مناردا پول کې عملیات پیل شوي دي.

دې اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.

له دې سره د هېواد د سویل هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه ښار هم له نن سهار راهیسې د سختو جنګ جګړو راپورونه ورکول شوي دي.

د دغو نښتو بشپړ جزیات لا نشته.