امریکایی پوځ: هلمند او فراه کې زموږ هوایي بریدونه د دوحې له تړون سره سم شوي

هلمند جګړه

د عکس سرچینه، USFORCE IN AFGHAINSTAN

د عکس تشریح، امریکايي ځواکونه وايي که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي دوی به بیا هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د وسلوالو طالبانو دا تور رد کړی چې ګواکې په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د دې ډلې پرضد د امریکایي پوځ هوایي بریدونه د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

طالبانو یکشنبه په یوه اعلامیه کې تور لګولی و چې امریکایي ځواکونو په هلمند، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې "د جګړې له سیمې او وخته بهر بې مورده بمبارۍ کړې دي " او په دې کار سره یې د دوحې تړون مات کړی.

خو د طالبانو له دې اعلامیې لږ ساته وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګېټ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه یوازې د هغو افغان امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره وو چې طالبانو پرې برید کړی و.

نوموړي لیکلي: "دا بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې او همدا راز د افغان حکومت او امریکایي حکومت ترمنځ د ګډې اعلامیې سره سم شوي دي. ټولې نړۍ هلمند کې د طالبانو جنګي عملیات لیدلي، چې له کبله یې زرګونه ملکي افغانان ژوبل شوي او بېځایه شوي ".

ډګروال لېګېټ جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د سولې بهیر کې د پرمختګ لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې څه راغلي؟

سولې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا او طالبانو تېره فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې خپلمنځي تړون لاسلیک کړ

د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې د څو ورځنۍ جګړې او هلته پر وسلوالو طالبانو د بهرنیو ځواکونو له هوایي بمبار وروسته طالبانو ویلي، امریکایي ځواکونو دې بمباریو سره د دوحې له تړونه سرغړونه کړې او د جګړې له ساحې لېرې په نورو سیمو کې یې "بې مورده" هوايي بریدونه کړي دي.

دې ډلې یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا څووم ځل دی چې امریکا له دې تړونه په سرغړونه په پاروونکو کړنو لاس پورې کوي او د " جنګ له ساحې او د جنګ له جریان پرته په نورو سیمو کې بمبارۍ کوي".

طالبانو ویلي امریکايي ځواکونو د هلمند د بیلابیلو سیمو سربېره په فراه کې هم هوايي بریدونه کړي دي.

د دې ډلې په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، که داسې کړنې دوام وکړي نو د عواقبو مسؤلیت به د ا مریکا پر غاړه وي.

د هلمند په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو ښکېلېدل

هلمند جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان امریکایی جنرال سکاټ مېلر

څو ورځې وړاندې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي وو چې هلمند ته نږدې یې په ځینو سیمو کې پر وسلوالو طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

ډګروال سوني لېګېټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، دا بریدونه هغو سیمو کې شوي چېرته چې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

نوموړي لیکلي وو چې دا هوایي بریدونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون سره سم شوي دي.

پر هماغه ورځ افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال سکاټ مېلر ویلي وو، د هلمند پر مرکز لښکرګاه د طالبانو برید د دوحې له تړون سرغړونه ده.

هغه ویلي وو که طالبان دا ډول بریدونو ته دوام ورکړی نو دوی به هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي وو چې دغه بریدونه د افغان سولې پر روان بهیر او په دوحه کې پر روانو بین الافغاني مذاکراتو هم منفي اغیز کولی شي.

جنرال مېلر پر طالبانو غږ کړی وو چې سملاسي په هلمند کې جګړه پای ته ورسوي او په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

د دوحې له تړونه څوک سرغړونه کوي؟

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي

درې ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي وو چې په افغانستان کې په وروستیو اوونیو کې بریدونه زیات شوي او دا وضعیت نه یوازې د افغان سولې بهیر ته ګواښ پېښوي، بلکې افغان ولس او د هغوی سیمه ییز او نړیوال ملاتړي یې هم اندېښمن کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې وه چې له طالبانو سره د ده او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په څو ناستو کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې پر روان وضعیت له سره غور وکړي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې ټولې مادې په جدي‌ توګه عملي کړي.

ښاغلی خلیلزاد ټېنګار کړی وو چې دا په دې معنا ده چې بریدونه باید کم شي، ځکه اوسمهال ګڼ شمېر افغانان وژل کېږي، او دوی تمه لري چې دا شمېر باید راکم شي.

خو طالبانو اوس پر امریکا تور لګولی چې د جګړې له ساحې او وخت بهر یې نورونو سیمو کې بې مورده هوایي بریدونو سره د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هلمند کې روانې جګړې زرګونه کورنۍ بېځایه کړې دي

یاده دې وي چې دا لومړی ځل نه دی چې د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه پر وسلوالو طالبانو هوایي بریدونه کوي.

بل لور ته له هلمند ولایت نه وروستي رپوټونه وایي چې هلته وضعیت د تېرو څو ورځو پرتله نسبتاً ارام دی، خو لا هم په ځینو سیمو کې نښتې روانې دي.

د دې جګړې له کبله په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي او ډېری یې د ولایت مرکز لښکرګاه ته کډه شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ څو ورځې وړاندې په هلمند کې بشري وضعیت یو ناورین بللی و او جګړه کې له ښکېلو غاړو یې غوښتي وو چې د ولسي خلکو د مرګژوبلې مخه دې ونیسي.