د اسلامي علماو نړیوال اتحاد: افغان حکومت او طالبان دې جګړه بنده کړي

اتحاد

د عکس سرچینه، ICMS

د خپرېدو وخت

د اسلامي علماو نړیوال اتحاد ( اتحاد علماء المسلمین) له افغان حکومت او طالبانو دواړو غوښتي چې جګړه ودروي او په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشت کې له جګړو لاس واخلي چې خلک خپل عبادتونه او نورې دیني چارې په امن کې ترسره کړي.

دې اتحاد چې مرکز یې قطر کی دی، دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې یوې اعلامیې کې ویلي، افغانستان کې روانه جګړه د مسلمانانوترمنځ ده او باید بنده شي.

د دې اتحاد په اعلامیې کې د قرانکریم د ایاتونو استناد سره د یو مسلمان په لاس د بل مسلمان وژل منع اوحرام بلل شوي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي د افغانانو د مال او ځان مسولیت د افغان حکومت او طالبانو پورې تړلی دی او دوی به خدای ته ځواب وايي. که څه هم یو لوري هم ددې اتحادغوښتنې ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د اسلامي علماو د نړیوال اتحاد د دې اعلامیې هرکلی کړی، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر غني لخوا د اوربند غوښتنه

Arg

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې پیغام کې پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او تلپاتې اوربند وکړي.

د افغانستان په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې نن( د اپرېل ۱۳) د روژې لومړۍ ورځ ده.

ولسمشر غني د دې میاشتې د پیلېدو پیغام کې پر طالبانو غږ کړی چې دې میاشتې ته په درناوي "له جګړې، تاوتریخوالي او د ولس په وړاندې له دوښمني لاس واخلي. "

نوموړي خپل پیغام کې د اوربند غوښتنه هم کړې ده: "پر طالبانو بیا غږ کوم چې د افغانستان د خلکو برحق غوښتنه چې دایمي اوربند دی لبیک ووايي او د ناروا جګړې پر ځای تلپاتې سولې ته، خپل نیت اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړئ. "

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له خبرو پیلېدو راهیسې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت او نړیوال ملاتړي یې افغانستان کې د سولې لپاره پر تلپاتې اوربند ټینګار کوي، خو وسلوال طالبان وايي، چې د سولې خبرو کې هوکړې ته تر رسېدو مخکې اوربند نه شي کولی.

د ولسمشر اوسنۍ غوښتنه په داسې مهال ده چې وسلوالو طالبانو پرون وویل، د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې کېدونکې نړیواله ناسته کې ګډون نشي کولی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند رسنیو ته غږیز پیغام کې ویلي، د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هرکله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي.

که څه هم ولسمشر غني خپلو خبرو کې د طالبانو وروستۍ پرېکړې په هکله څه نه وايي، خو زیاتوي چې افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو هڅې کوي:

"موږ هڅه کوو چې د ضروري اجماع، تدبیر او زغم له لارې په اساسي توګه دا ناروا جګړه فتنه او تفرقه ختمه شي او خلک د جنګ او انتحار له وېرې پرته خپلو کلیو کې ارام ژوند او د خدای عبادت وکړي. "

د عبدالله عبدالله پیغام

د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د روژې میاشتې پیغام کې له طالبانو غوښتي چې دې میاشت کې اوربند وکړي او له جنګ او وینې تویېدنې لاس واخلي:

د نوموړي په خبره: "افغانستان کې روانه جګړه د اسلام مقدس دین د ټولو احکامو سره په ټکر کې او ناروا ده، هیڅ ډول دیني، انساني او اخلاقي تویجه نه لري."

د ترکیې غونډې ته چمتووالی

ولسي جرګې پرونۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ترکیې ناستې ته تلونکی پلاوی باید د ټولو قومونو استازي وکړي.

د عکس سرچینه، WOLESI JIRGA RADIO&TV

د عکس تشریح، ولسي جرګې پرونۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ترکیې ناستې ته تلونکی پلاوی باید د ټولو قومونو استازي وکړي.

د استانبول غونډه چې ځینې یې د افغان کشالې لپاره یوه برخلیک ټاکونکې غونډه بولي د امریکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې د افغان دولت پلاوی دې غونډه کې له یوې ځانګړې طرحې سره ګډون وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې هم د سولې په تړاو د خپلې طرحې د وړاندې کولو پر مهال ویلي وو، افغان حکومت د ترکیې غونډې ته په بشپړه توګه چمتو دی.

که څه هم د ترکیې ناستې لپاره کومه نېټه تر دې دمه رسماً نه ده اعلان شوې، خو ځینو سرچینو ویلي وو چې ښایي دا ناسته د اپرېل پر شپاړسمه په ترکیه کې وشي.

طالبانو پر دغه نېټه د ترکیې ناسته کې د نه ګډون لپاره خپل دلیل نه دی روښان کړی، خو ځینې شنونکي په دې باور دي چې ښایي طالبان غواړي دا ناسته له روژې وروسته ترسره شي.

خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي ښايي د ترکیې ناسته د اپرېل پر څلرویشتمه پیل شي.