سرور دانش: که اړتیا شوه، د افغانستان اساسي قانون تعدیلېدلی شي

غونډه
د عکس تشریح، سرور دانش وویل، د سولې په دې لارنقشه کې به لومړی ټینګار د اساسي قانون پر ساتلو او دوام وي، چې له دې نه هدف د ګډوډۍ مخنیوی دی.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د لویې څارنوالۍ د نوي سرپرست ذبیح الله کلیم د معرفي کولو په غونډه کې وویل، هغه سوله چې عادلانه او تلپاتې نه وي، په یو ډول بېرته پر جګړې او ګډوډۍ بدلېږي.

ښاغلي دانش وویل، د افغان حکومت له خوا سولې ته د رسېدو لپاره یوه ښکاره لارنقشه وړاندې کوي.

ده وویل، د سولې په دې لارنقشه کې به لومړی ټینګار د اساسي قانون پر ساتلو او دوام وي، چې له دې نه هدف د ګډوډۍ مخنیوی دی.

د ولسمشر دویم مرستیال وویل، د افغانستان په تاریخ کې چې ۹ تر ۱۰ اساسي قانونونه جوړ شوي، هر وخت چې ګډوډي او د نظام ړنګېدل راغلي، اساسي قانون هم ور سره لغوه شوی دی او پر ځای یې نوی اساسي قانون جوړ شوي:

"د یوه اساسي قانون لغوه کېدل د څېرې کېدو یا ګډوډۍ په معنا دی، له همدې کبله موږ د اساسي قانون پر ساتلو او تداوم ټینګار کوو. له دې سره په ضمن کې د یوې اړتیا له مخې د اساسي قانون د تعدیل په اړه موږ مثبت نظر لرو، لکه د افغانستان اوسنی اساسي قانون چې له جوړېدو یې شاوخوا اوولس کاله تېريږي، په طبیعي ډول یو ډول بیا ارزونې او تعدیل ته اړتیا لري".

ښاغلي دانش وویل، سولې ته رسېدل دا ارزښت لري چې د افغانستان د اساسي قانون تعدیل ومنل شي، خو داسې تعدیل چې په وینا یې، پخپله د اساسي قانون په میکانیزم کې یې وضاحت راغلی، چې د خلکو رایو په تېره د اساسي قانون لپاره د لویې جرګې رایې په پام کې ونیول شي.

ټاکنې

سرور دانش وویل، هغه نظام چې د خلکو پر رایو او د خلکو پر مشروعیت او رضایت ولاړ نه وي، هېڅ معنا نه لري چې هغه دې پر عمومي ټاکنو ولاړ نه وي.

ده وویل "که د سولې په حالت کې یو یا د جګړې، ټاکنې زموږ د سیاسي نظام لپاره یو اساسي عنصر دی. همدا ده چې ولسمشر په هره ناسته کې پر ټاکنو ټینګار لري او سولې ته د رسېدو لپاره موږ د نړیوالو تر څار لاندې ټاکنو ترسره کېدو ته - هر وخت چې دا هوکړه لیک نهايي او د افغانستان د خلکو د تایید وړ شو، حاضر یو".

د لویې څارنوالۍ نوی سرپرست

ذبیح الله کلیم
د عکس تشریح، د لویې څارنوالۍ نوي سرپرست مشر ذبیح الله کلیم وویل، لویه څارنوالي یوه خپلواکه اداره ده، چې په بې پرې ډول کار ته جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ نوي سرپرست ذبیح الله کلیم وویل، د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د اداري فساد د مجرمینو په حق کې د هر راز مصلحتي چلن څخه ډډه کول، د ځمکې د غاصبینو پر وړاندې په قاطعیت درېدل، د ښځو او د بشري حقونو درناوی او ملاتړ به یې د کار لومړیتوبونه وي.

ده وویل، هڅه به یې دا وي چې تجربه لرونکي او ماهر څارنوالان ولري.

ښاغلي کلیم زیاته کړه، لویه څارنوالي یوه خپلواکه اداره ده، چې په بې پرې ډول کار ته جوړه شوې ده.

ښاغلي کلیم وویل، د لویې څارنوالۍ د کارمنانو او څارنوالانو د خوندیتوب لپاره به جدي کار وکړي.