تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ننګرهار حصارک ولسوالۍ لار 'یوه لسیزه وروسته' پرانیستل شوه
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار چارواکي وايي د دغه ولایت حصارک ولسوالۍ ته د امنیتي ستونزو له کبله له کلونو راهیسې تړلې غځېدلې لار بېرته پرانیستل شوې ده.
د ننګرهار د رسنیو مرکز وايي چې دا لار حصارک او شیزاد ولسوالیو کې د ملي اردو له خوا د پیل شویو عملیاتو په لړ کې پرانیستل شوې ده.
حصارک او شیرزاد د ننګرهار هغه ناامنه ولسوالۍ دي، چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې ورته د ځمکې له لارې تګ راتګ نه کېده.
د ننګرهار د رسنیو مرکز دغه ولایت کې د ملي اردو څلورمې لوا او د حصارک او شیرزادو ولسوالیو د پیل شویو عملیاتو د قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي له خولې لیکلي چې "حصارک ولسوالۍ ته غځیدلې لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوې" او په دې توګه د دغه ولایت ټولو ۲۲ ولسوالیو ته د ځمکې له لارې د چارواکو، امنیتي منسوبینو او خلکو د تګ راتګ زمینه برابره شوه.
ښاغلي ساپي زیاته کړې چې د حصارک په ځینو سیمو کې لا هم عملیات روان دي او "ژر به یې له مخالفینو څخه پاکه کړي."
هغه دا راز زیاته کړې چې "په دې ولسوالۍ کې يې د تلپاتې امنيت په موخه د بيزونو او پوستو په جوړولو پيل کړی."
څو ورځې وړاندې خواله رسنیو ته هم د هغو ځواکونو ویډیوګانې هم راوتلې وې چې ویل کېږي څه باندې یوه لسیزه کې په لومړي ځل د ځمکې له لارې دې ولسوالۍ ته رسېدلي.
په تصویرونو کې لیدل کېږي چې ځايي خلک او امنیتي کسان د پوځ سرتیرو ته هرکلی وايي او د خپلو ستونزو یادونه کوي.
له دې سره د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل هم د روانې اوونۍ په پیل کې پر خپل فېسبوک لیکلي و چې "نن د لسیزې زیات ځنډ وروسته" امنیتي ځواکونه په پلې ډول حصارک ولسوالۍ مرکز ته ورسېدل.
د ننګرهار والي ژمنه کړې وه چې امنیتي ځواکونو به حصارک ولسوالۍ "په بشپړ ډول له دښمن څخه پاکه او ولس ته به د ډاډمن امنیت فضا برابره کړي".
طالبانو تر اوسه د ننګرهار حصارک او شیرزاد ولسوالیو کې د ملي ادرو د عملیاتو او دغو ولسوالیو ته د غځېدلې لار د پرانیستل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
حصارک د ننګرهار د مرکز جلال اباد د لویدیځ په ۸۵ کیلومترۍ کې پروت دی.