د ننګرهار حصارک ولسوالۍ لار 'یوه لسیزه وروسته' پرانیستل شوه

حصارک

د عکس سرچینه، NMIC

د عکس تشریح، حصارک او شیرزاد د ننګرهار هغه ناامنه ولسوالۍ دي، چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې ورته د ځمکې له لارې تګ راتګ نه کېده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار چارواکي وايي د دغه ولایت حصارک ولسوالۍ ته د امنیتي ستونزو له کبله له کلونو راهیسې تړلې غځېدلې لار بېرته پرانیستل شوې ده.

د ننګرهار د رسنیو مرکز وايي چې دا لار حصارک او شیزاد ولسوالیو کې د ملي اردو له خوا د پیل شویو عملیاتو په لړ کې پرانیستل شوې ده.

حصارک او شیرزاد د ننګرهار هغه ناامنه ولسوالۍ دي، چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې ورته د ځمکې له لارې تګ راتګ نه کېده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ننګرهار د رسنیو مرکز دغه ولایت کې د ملي اردو څلورمې لوا او د حصارک او شیرزادو ولسوالیو د پیل شویو عملیاتو د قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي له خولې لیکلي چې "حصارک ولسوالۍ ته غځیدلې لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوې" او په دې توګه د دغه ولایت ټولو ۲۲ ولسوالیو ته د ځمکې له لارې د چارواکو، امنیتي منسوبینو او خلکو د تګ راتګ زمینه برابره شوه.

ښاغلي ساپي زیاته کړې چې د حصارک په ځینو سیمو کې لا هم عملیات روان دي او "ژر به یې له مخالفینو څخه پاکه کړي."

هغه دا راز زیاته کړې چې "په دې ولسوالۍ کې يې د تلپاتې امنيت په موخه د بيزونو او پوستو په جوړولو پيل کړی."

حصارک

د عکس سرچینه، NMIC

د عکس تشریح، د ننګرهار د رسنیو مرکز دغه ولایت کې د ملي اردو څلورمې لوا او د حصارک او شیرزادو ولسوالیو د پیل شویو عملیاتو د قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپي له خولې لیکلي چې "حصارک ولسوالۍ ته غځیدلې لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوې".

څو ورځې وړاندې خواله رسنیو ته هم د هغو ځواکونو ویډیوګانې هم راوتلې وې چې ویل کېږي څه باندې یوه لسیزه کې په لومړي ځل د ځمکې له لارې دې ولسوالۍ ته رسېدلي.

په تصویرونو کې لیدل کېږي چې ځايي خلک او امنیتي کسان د پوځ سرتیرو ته هرکلی وايي او د خپلو ستونزو یادونه کوي.

له دې سره د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل هم د روانې اوونۍ په پیل کې پر خپل فېسبوک لیکلي و چې "نن د لسیزې زیات ځنډ وروسته" امنیتي ځواکونه په پلې ډول حصارک ولسوالۍ مرکز ته ورسېدل.

د ننګرهار والي ژمنه کړې وه چې امنیتي ځواکونو به حصارک ولسوالۍ "په بشپړ ډول له دښمن څخه پاکه او ولس ته به د ډاډمن امنیت فضا برابره کړي".

طالبانو تر اوسه د ننګرهار حصارک او شیرزاد ولسوالیو کې د ملي ادرو د عملیاتو او دغو ولسوالیو ته د غځېدلې لار د پرانیستل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

حصارک د ننګرهار د مرکز جلال اباد د لویدیځ په ۸۵ کیلومترۍ کې پروت دی.