تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش ننګرهار کې څومره کسان لري؟
د خپرېدو وخت
د ننګرهار والي حیات الله حیات بي بي سي پښتو ته ويلي دي چې په دغه ولایت کې داعش دوه زره کسان لري. امریکا همدغلته د داعش پر پټنځایونو تر ټولو زورور بم تېر کال وغورځاوه. ښاغلی حیات تاییدوي چې داعش خپلو کرښو ته ځینې ځایي خلک ګومارلي دي خو ډېری یې بهرني اورپکي دي. په بهرنیانو کې د پاکستان، چېچنیا، او سوریې خلک هم شته. له ښاغلي حيات سره داود اعظمي مرکه کړې او لومړى يې ترې پوښتلي دي چې د ننگرهار امنيت ته داعش لوى خطر دى که طالبان؟