ننګرهار والي: منګل باغ اچین کې سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې ځايي چارواکي وايي، د لشکر اسلام وسله والې ډلې مشر منګل باغ په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل پر ټوټېر پاڼه د منګل باغ د مړينې خبر ورکړی او ويلي يې دي چې نوموړی د دغه ولايت اچين ولسوالۍ کې له خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري ايښودل شوي ماين چاودنه کې وژل شوی دی.

د پژواک خبري اژانس هم د ننګرهار ولايت يوې نامعلومې امنيتي سرچينې له خولې ويلي چې منګل باغ د اچين په باندر دره کې وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د منګل باغ د مړينې خبرونه ورکړل شوی وو. ويل کېږي چې نوموړی څه موده مخکې هم د افغان دولتي ځواکونو په هوايي بريد کې ټپي شوی و.

منګل باغ د خيبر پښتونخوا د باړې سيمې اوسېدونکی و چې د ننګرهار او خيبرپښتونخوا تر منځ سرحدي سيمه کې فعال و.

د ازاد خبريال رحيم الله يوسفزي په وينا، منګل باغ لومړی په باړه کې فعاليت درلود چې بيا پرې پاکستاني پوځ عمليات وکړل او له هغه ځايه تيرا او بيا افغانستان ته ولاړ.

پاکستاني چارواکو د منګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام ډله په خيبرپښتونخوا کې د لويو خونړيو بريدونو مسوله بللې.

منګل باغ خپله اېف ایم راډيو هم لرله او پر هغه به يې تبليغات کول او کله ناکله به يې وياند يا پلويانونو د بريدونو پړه هم پر غاړه اخيسته.