د طالبانو پلاوي اسلام اباد کې عمران خان سره وکتل

د عکس سرچینه، Imran khan Office
اسلام آباد ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي نن ( ۱۸ ډسمبر) د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولېدل.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له خوا په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کتنه کې خبرې د افغان سولې پر بهیر ورټولې وې او لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې افغانستان کې کړکېچ پوځي حل لاره نه لري.
اعلامیه زیاتوي چې لومړي وزیر عمران خان دغه راز وویل چې د سولې بین الافغاني خبرو افغان مشرانو ته یو تاریخي فرصت برابر کړی چې تلپاتې سوله او ثبات په افغانستان کې ټینګ کړي.
عمران خان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني خبرو کې ښکېلې خواوې به وروستیو مثبتو پرمختګونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا روښانه کړې چې هېواد به یې د هر اړخیزې سولې د ترلاسه کولو له بهیره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي خو په ورته وخت کې یې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر ټولو خواو یې غږ کړی چې لومړی اورکم او بیا اوربند وکړي.
هغه په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د اقتصادي ودې لپاره اړین وبلل.
طالبان
دغه راز طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ، بندیانو د خوشي کولو او سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزو په اړه ورسره خبرې وکړې.
اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان لومړي وزیر د سولې بین الافغاني خبرو له بهیره د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې امن او ثبات راشي.
د افغان حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
پاکستان ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي د سفر په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا مشورې په پایله کې ترسره شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې ویل شوي، دا سفر په افغانستان کې د ملي پخلاینې او د سولې بهیر د پیاوړتیا د هڅو په درشل کې شوی، چې افغان حکومت دغه هڅې ستايي.
دا وزارت وايي، افغانستان د تاوتریخوالي سملاسي کمولو، ټولشموله اوربند او د خبرو له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې حقه غوښتنې له پاکستان سره شریکې کړې او ټینګار پرې کوي.
افغانستان وايي، اسلام اباد ته د طالب پلاوي له سفر یې هیله دا ده چې هدف ته د رسېدو په لار کې عملي او اغېزناک ګامونه واخیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو په لار کې د پاکستاني حکومت هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.





















