عبدالله: د سولې راتلونکو خبرو ځای به د دواړو لورو په هوکړه ټاکل کېږي

ABDULLAH

د عکس سرچینه، ABDULLAH

د عکس تشریح، ډاکټر عبدالله د چارشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۶ کابل کې د ملي پخلاینې شورا د سکرټریت پرانیست غونډه کې وویل، د دواړو لورو د پرېکړې له مخې به د خبرو راتلونکي پړاو ځای ټاکل کېږي:
د خپرېدو وخت

د افغانستان د پخلاینې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، هیله لري د افغان حکومت او طالبانو د خبرو دویم پړاو به له دمې وروسته په ټاکلې نېټه (جنوري پنځمه) پیل شي، خو غوره دا بولي چې دا خبرې افغانستان کې وشي.

د افغانانو خپلمنځي خبرې د قطر په کوربتوب شوې او تر دې مخکې نورو هېوادونو هم د دې خبرو د کوربتوب وړاندیز کړی دی.

ډاکټر عبدالله د چارشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۶ کابل کې د ملي پخلاینې شورا د سکرټریت پرانیست غونډه کې وویل، د دواړو لورو د پرېکړې له مخې به د خبرو راتلونکي پړاو ځای ټاکل کېږي:

"زموږ غوراوی دا دی چې د افغانانو ترمنځ خبرې دي، نو افغانستان کې دې دا خبر وشي، خو د خبرو ځای ټاکل به د دواړو لورو هوکړه پورې تړلې وي او د خبرو ځای باید د دې بهیر د مخنیوي سبب نه شي."

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

حیات الله حیات او ضیاء الحق امرخېل

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د ننګرهار او کندهار والیانو ضیاءالحق امرخېل (کیڼ) او حیات الله حیات هم د دې خبرو د کوربتوب غوښتنه کړې ده.

افغان چارواکو کې لومړی ځل د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب غوښتنه وکړه چې افغانستان کې د افغانانو خپلمنځي خبرو دویم پړاو پیل شي.

نوموړی دا هم وویل، چې طالبان هر ځای افغانستان کې خبرو ته غوره کړي، دوی به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

تر ښاغلي محب وروسته ولسمشر غني هم د دوشنبې په ورځ د کابینې غونډه کې وویل، چې خبرې دې افغانستان کې پیل شي.

د ننګرهار او کندهار والیانو ضیاءالحق امرخېل او حیات الله حیات هم د دې خبرو د کوربتوب غوښتنه کړې ده.

د افغان چارواکو دا نظرونه له هغه وروسته دي چې تېره شنبه قطر کې د حکومت او طالبانو مرکچي ډلو خبرو کې د جنورۍ تر ۵ د دمې اعلان وکړ او پرون افغان پلاوی کابل ته ستون شو.

افغان پلاوی بېګا له قطر کابل ته ستون شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان پلاوی بېګا له قطر کابل ته ستون شو.

عبدالله عبدالله وايي، له افغان مرکچي پلاوي سره به نن خبرې ولري.

په ورته مهال د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي، چې د دې ډلې مرستیال مشر ملا برادر اخوند هم ه پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره سې شنبه اسلام اباد ته تللی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، ملا برادر او ورسره پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کوي.